بنګله دېش الف لوبډلې په درېیمه لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځینیو لوبو څخه یې درېیمه لوبه بنګله دېش لوبډلې په اوو ویکټو وګټله.

په دې لوبه کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده او ټول لوبغاړي یې ۳۳م اور کې اوټ شوه او بنګله دېش ته یې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ.

بنګله دېش لوبډلې ۳۱م اور کې د درې لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او لوبه یې وګټله.

د دې سیریز لومړۍ دوه لوبې یې افغان لوبډلې ګټلې وې.

ټاکل شوې څلورمه لوبه یې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.