بنګله دېش نن له زېمبابوې سره لوبه کوي

د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې اړخیزه لوب لړۍ کې بنګله دېش نن چهارشنبه له زېمبابوې سره لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې دا لوبه د افغانستان پر وخت د مازیګر په پنځو بجو پیل شي.

بنګله دېش لوبډلې په دې لوب لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له زېمبابوې ګټلې او افغانستان ته یې بایللې ده؛ خو زېمبابوې لوبډلې دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي.

په دې سیالیو کې هره لوبډله له بلې لوبډلې سره دوه لوبه ترسره کوي.

افغان لوبه به د جمعې په ورځ له زېمبابوې سره مخ شي.

خبریال: نصرت الله عمرزی