بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته په ۳۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې اخیزه لوب لړۍ کې بنګله دېش لوبډلې زېمبابوې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

د زېمبابوې ټوله لوبډله شلم اور کې په ۱۳۶ منډو اوټ شوه او لوبه یې د ۳۹ منډو په توپیر بنګله دېش ته وبایلله.

په دغو سیالیو کې بنګله دېش خپلې دواړه لوبې له زېمبابوې وګټلې؛ خو له افغان لوبډلې یې ماتې خوړلې ده.

زېمبابوې لوبډلې په دغو سیالیو کې یوه لوبه هم نه ده ګټلې او سبا پنځه بجې به افغان لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.

افغان لوبډله د شنبې په ورځ له بنګله دېش سره خپله پاتې لوبه وکړي او د سه شنبې په ورځ به پای لوبه کې هم له بنګله دېش سره مخ شي.