بهانې مه لټوئ!

)په کار کې مې له دې نور نشم ښه کېدای، د ورزش لپاره وخت نه لرم، نشم کولی چې دغه کار په هغه ډول وکړم چې ته یې غواړې او یا خپلې دې هیلې ته ورسېږم، ځکه چې دا ډېره ستونزمنه او سخته ده، نه یې شم عملي کولی(.

 

ډېری انسانان د خپلو پلمو او بهانو لپاره جنګېږي، هر څومره چې د خپلو بهانو لپاره وجنګېږې، په همغه اندازه یې د ځان پر لور جذبوې.

 

هغه څه چې نه یې غواړې، وده مه ورکوه. پرې یې ږده او د پیاوړتیا پر لور لاړ شه. راډیارډ کېپلېنګ ویلي: «د ماتې لپاره څلوېښت میلیونه دلایل لرو، خو بهانه نه لرو.» بریالي انسانان بهانې نه لټوي.

 

هېڅ داسې غوره او عالي ژوند نشته چې د بهانو او عذرونو پر اساس رامنځته شوی وي، نو عذرونه او بهانې مه لټوه.

 

دا هغه بې ګټې خیالونه دي چې تا د ځان لپاره جوړ کړي دي. نن هغه ورځ ده چې باید د خپلو عذرونو او بهانو پر لور تللي پلونه وسوځوې. نن به ستا لپاره هغه ورځ وي چې خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږې.

 

نن کېدای شي هغه ورځ وي چې ته پرته د مشرۍ له لقب درلودو څخه مشري او رهبري وکړې او خپلې وړتیاوې را برسېره کړې.

 

حمیدالله حمیدي