بهرني وسله وال غواړي د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې روزنځایونه جوړ کړي

دغه څرګندونې د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې؛ هغه وویل، د ننګرهار په حصارک، شېرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو کې د پاړه چنار له لوري اوښتې د لشکر طیبه، جیش محمد، افریدي او اورکزیو وسلوالې ډلې غواړي روزنځایونه جوړ او یو ځل بیا د ختیځ زون ولایتونه نا امنه کړي. هغه له مرکزي حکومته په جدي توګه غوښتنه وکړه، چې یادو لسوالیو کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي.