بهرنیو چارو وزارت: بهر کې يې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو يې د پاسپورت د تمديد بيې کمي کړي

‏بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بهر کې د مېشتو افغانانو اقتصادي ستونزو ته په کتو د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو په وړانديز او د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر اساس د ۵ کلن پاسپورټ محصول ۱۲۰، د ۱۰کلن ۲۲۰ او د کلني تمديد سټيکر محصول ۲۰ امریکايي ډالرو ته راښکته شوی دی.