بهرنیو چارو وزارت سویډن کې د قران کریم د نسخې سوځول وغندل

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قران کریم د نسخې سوځول غندلي او ویلي یې دي، چې د بیان د آزادۍ په پلمه د سویډني چارواکو له خوا داسې کار ته اجازه او امنيت ورکول د دې سپیڅلي دین او قریب دوه ملیاردو، پیروانو ته د اهانت کولو پرته بل هيڅ معنی نه لري. د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یو کس د سويډن په پلازمینه کې د مسجد مخته د قران کریم نسخې ته اور ورته کړ، چې دې کار د نړۍ د مسلمانانو توند غبرګونونه را پارولي دي.