بهرنۍ که کورنۍ حل لاره؟

لیکنه: ارشاد رغاند

د ولسمشریزوټاکنو د پایلو پر سر د رامنځته شوي جنجال حل داسې ښکاري،چې د بهرنیانو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو د حکومت منځګړتوب ته پاتې ده. د ولسمشرۍ د دویم پړاو د پایلو ناراض نوماند ډاکټرعبدالله د سې شنبې پرورځ په ښکاره د یوې غونډې پرمهال وویل،چې د خپلو پلویانو په غوښتنه یې خپل موازي حکومت اعلانوه،خو له دې وجې یې دا کار ځنډولی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ورسره د پایلو د شفافیت او له دې اړخه د جوړ شوي جنجال پرحل د خبرو ژمنه اخیستې ده. ښاغلي عبدالله په دغه غونډه کې دغه راز زیاته کړه،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کیري به د راتلونکې جمعې پرورځ کابل ته په دې تړاو سفر کوي او د ټاکنو د پایلو په اړه به د دوی د نارضایتۍ د حل هڅه وکړي. د ولسمشرۍ بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی چې د ټاکنو د خپلواک کمیسون لخوا د تېرې دوشنبې پرورځ د دویم پړاو ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ګټونکی اعلان شوی،د ښاغلي عبدالله له اړخه د پایلو پرسر د جنجال د حل په مسئله کې د بهرني منځګړتوب دوړاندیز هرکلی کړی خو ویلي،چې د ستونزې د حل لپاره باید له افغاني لارو او منځګړتوب څخه ګټې اخیستلو ته لومړیتوب ورکړل شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د یوه بهرني هېواد په سفر بوخت دی،تېره سې شنبه یې په حواله تېره سې شنبه په کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه خپره او د افغان ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه دریځ واضح کړ. په دغه اعلامیه کې د جان کیري لخوا د ټاکنو د پایلو په اړه د ډاکټرعبدالله د ټاکنیزټيم پرهغه غبرګون جدي اندیښنه ښودل شوې وه،چې ګواکې دا ډله به د بایلې د اعلان پروړاندې یې له نوي حکومت سره خوا کې خپل موازي حکومت اعلان کړي. ښاغلي کیري همدا شان د ټاکنیزو کمیسونونو لخوا د اړوندو شکایتونو د کره او بشپړې څېړنې د غوښتنې ترڅنګ خبرداری ورکړی و،چې که په ناقانونه ډول څوک د واک ته رسیدو هڅه وکړي،د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا مرستې به پرافغانستان بندې شي. کیري دغه راز د افغانستان د تېرې لسیزې لاسته راوړنو پرخوندیتوب او اساسي قانون ته پر درناوي ټینګار کړی و. دغې اعلامیې ته په کتو سره افغانان کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر او د ټاکنیزو نارضایتیو په حل کې یې رول لوبونې ته خوشبین ښکاري،خو په دې شرط چې امریکا په عمل کې او د پردې شاته هم پرخپل دغه دریځ ولاړ پاتې شي. له دې خوشبینۍ سره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د مستعفي کیدونکي استازي جیمز ډوبینز هغه خبرې د اندیښنې او مخالفت وړ کیدای شي چې د ټاکنو کمیسون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د لومړنیو پایلو پر اعلانولو یې اعتراض کړی و. افغانان د ۲۰۰۹ ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پرسر د بهرنۍ مداخلې بدې تجربې ته په کتو سره دا غواړي چې د بهرنیانو همکاري باید د اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په اړه د نارضایتیو په حل کې د همکارۍ او یوه ملګري منځګړي تر رول هومره وي. تر هغې ور اخوا که امریکا یا بل کوم هېواد د ټاکنو پرکمیسون،دولت یا ګټونکي نوماند د ناکام نوماند په ګټه د کوم فشار راوړلو هڅه وکړي،پایلې به یې خطرناکې او د منلو وړ نه وي. ترهغې وړاندې چې دا منځګړتوب ترسره شي،د ګټونکي نوماند ډاکټراشرف غني د وینا مطابق ښه ده چې دواړه ټاکنیزټیمونه د افغاني حل لارې او مذاکراتو لپاره په اخلاص او مسولیت سره خبرو ته تیار شي. له دغو مذاکراتو څخه به طبعا بهرنیان او نړیواله ټولنه ملاتړ کوي او هم به یې پایلې ملت ته د منلو او درناوي وړ وي. دا مذاکرات هله بریالي او د منلو وړ کیدای شي،چې هدف یې د ټاکنو د پایلو د شفافیت په اړه منطقي،واقعي او مخلصانه بحثونه او د ممکنه درغلیو او شکونو د ختمولو لپاره بشپړه همکاري او صداقت موجود وي.