بورکینا فاسو کې د یوې نښتې له امله تر سلو پورته کسان وژل شوي

د دغه هېواد صوم ولایت کې یاغي وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی، چې ترې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ د څو ساعتونو لپاره نښته رامنځته شوې.

په یاده نښته کې اووه امنیتي سرتېري، ۸۰ وسلوال او ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بورکینا فاسو په شمال صوم ولایت کې د یاغي وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له امله یې ګڼو وسلوالو، ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بورکینا فاسو په یاد ولایت کې لومړی وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی او ترې وروسته د څو ساعتونو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې اووه امنیتي ځواکونه، ۸۰ وسلوال او ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

عربي رسنیو د ځایي امنیتي چارواکو له قوله لیکلي، چې برید په شاه تمبول شوی، خو وسلوالو د تېښتې پر مهال په عامو خلکو هم بریدونه کړي او ۳۵ ملکي وګړي، چې ۳۱ یې مېرمنې دي، په ډزو ویشتي او وژل شوي دي.

تر دغو خونړیو بریدونو وروسته د بورکېنا فاسو ولسمشر روچ مارک په دغه هېواد کې دوه ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.

په دې وروستیو کې د یاد هېواد امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی، چې د راپورونو په اساس یوازې تېر کال کې د بریدونو، جګړو او ناامنیو له امله بورکینا فاسو کې سلګونه خلک وژل شوي او شاوخوا یو میلیون وګړي، له خپلو سیمو ګده شوي دي.