بي هدفه جګړه/ ویښ افغان

نږدې څلویښت کاله کیږي چې موږ په یوه بې هدفه جګړه کې راګیر یو، د جګړې زیاتره په اصطلاح شهیدان! او غازیان! زموږ دي. اکثرآ د یوې کورنۍ کسان د جګړې په یوه او بله غاړه کې وي او یا هم یو ډول نیک کسان چې نه غواړي چاته بد ورسوي خو په دې بې هدفه جنګ کې یو د بل پر ضد جنګیږي او وژل کیږي.

د ځینو مغرضو هیوادونو استخباراتي شبکې به زموږ په دې جګړه کې خپل اهداف لري خو موږ یې نه لرو د هیڅ لپاره مو د ا څلویښت کاله یو بل سره ووژل. تاسې به هم زما غوندې ډیر داسې مثالونه لرئ چې د جګړې د دواړوو خواوو په وژل شویو به مو اوښکې تویې کړې وي.

د جګړې د ډیرو زړه بوږنوونکو کیسو او ترخو خاطرو څخه مې تیر کال یوه کیسه په یاد ده، دا جګړه د غزني ولایت د اندړو ولسوالي په یوه کلي کې وشوه. له دې جګړې څخه د افغانستان د نورو جګړو په څیر ډیرو میندو ته په ناخبري کې د هغوی د ځوانو زامنو جنازې کیښودل شوې. خو زه دلته په دې جګړه کې د دوو وژل شویو ځوانانو خبره کوم چې دواړه مې پیژندل او زموږ خلک دواړه پاک شهیدان بولي. د دواړو قبرونو ته خپل ناروغان ور وړي چې روغتیا بیا ومومي د دواړو له قبرونو څخه خاوره(خورده) راوړي او بیا یې خپلو ناروغانو ته ورکوي چې جوړ شي.

خیال محمد د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د مموزو په کلي کې اوسیده. له میرې څخه خواشینی شو پاکستان ته ولاړ. په پاکستان کې د جنګ لپاره و روزل شو. په بل نامه (فکر کوم شبیراحمد؟)افغانستان ته د جنګ لپاره را ولیږل شو.

دلته په وطن کې یو بل ځوان سباوون هم بیکاره و، له کوره زړه توری شو. غزني ته ولاړ هلته د طالبانو پر خلاف له ولسي پاڅون سره یو ځای شو. دوی پریکړه وکړه چې په غزني کې د طالبانو تر واک لاندې په یوه لیرې کلي کې امنیتي پوسته جوړه کړي څو ددغو سیمو ماشومان هم وکولی شي ښوونځي ته ولاړ شي. امنیتي پوسته جوړه شوه څو وړې وړې جګړې پرې وشوې خو پوسته یې له ځایه ونه خوځوله.

په اخیر کې طالبانو د یوه لوی برید پریکړه وکړه له پاکستان او شاوخوا ولایتونو څخه جنګیالي راغلل څو دا پوسته له منځه یوسي. په اصطلاح په دې اشر کې له پکتیا څخه پخواني خیال محمد او اوسني شبیراحمد هم برخه واخیستله.

دسیمې خلک کیسه کوي چې جګړه مارو دهغې ورځې روژه( چا چې نیولې وه) په شاوخوا کلیو کې ماته کړه په شپه کې وروورو د پوستې خواته کورونو ته رانږدې شول. له پشلمي وروسته یې له څلورو خواوو پر پوسته برید وکړ.

په پوسته کې څلور تنه جګړه مار وو د پوستې کلا یوه برجوره کلا وه په دوو برجونو کې یې د پوستې دوو دوو کسانو موچل نیولی و. په دې څلورو تنو کې سباوون هم و.

خیال محمد او سباوون چې لیرې خپلوان سره کیدل له یو بله ناخبره یو دبل پرضد جنګیدل. دواړو ځانونو ته مجاهدین ویل. هر یوه د خپل جهاد د بري لپاره دعاوې او جګړې کولې.

پر پوسته برید د سهار د رڼایي له خوریدو سره زور واخیست.

یو برج په راکټ ولګید. په پوسته کې موجود کسان یوه برج ته راغلل خو هرې خواته یې ډزې کولې. او نور وسله وال یې نږدې نه ورپریښودل. د خیال محمد زرمتي ملګري وایي چې خیال محمد تر ټولو ښه جنګیده تر ټولو مخ ته یې ځان کلا ته ور ورساوو او له نږدې څخه یې پرې ډزې پیل کړې.

د سباوون ورور هم په همدې پوسته کې و هغه وایي له دې خوا سباوون تر ټولو ښه جنګیده چې پر پوسته برید زور واخیست برج تر باران لاندې شو او یوه خوا یې ړنګه شوه. نور وسله وال تر برج لاندې تهکوي ته راښکته شول او نور یې جګړه نه کوله، خو سباوون تر سباوونه جنګیده.

خیال محمد او ورسره ګروپ چې پنجابیان هم پکې وو پرمخ روان وو، له سباوون سره مرمۍ خلاصیدو ته نږدې شوې خو بیا یې هم یو یو ډز هرې خواته کاوو. خو طالبان د کلا په دروازه ورننوتل سباوون هم زیرزمیني ته ننوت. په کلي کې دده یوه خپلوان پرې غږ کړ: سباوونه دادی زه راغلم را ووځه.

چې سباوون ور ووت هماغه کلیوال یې ځای په ځای وواژه. هلته خیال محمد هم وژل شوی و. دسباوون مړی یې درې ورځې وروسته غزني ښار ته او د خیال محمد مړی یې هم درې ورځې وروسته د پکتیا زرمت ته یووړ. د دواړو خپلوان وایي چې د یوه مړی هم نه و، خراب شوی د دواړو خواوو خلک وایي چې د دوی د قبرونو خورده(خاوره) د ډیرو ناروغیو دوا ده او په قبرونو یې ډیوې بلې وي.

زموږ په هیواد کې ددغې روانې جګړې د دواړو غاړو مقتولین شهیدان بلل کیږي او قاتلان یې غازیان یا مجاهدین. دواړه غاړې ځانونو ته مجاهدین وایي. ما زموږ په هیواد کې د روانې جګړې له سلګونو او زرګونو پیښو او بریدونو څخه د یوې یادونه (څه لیدلي څه اوریدلې) وکړه. او زموږ ددغې وروستۍ لس کلنې جګړې د زرګونو شهیدانو له ډلې څخه مې دوه یاد کړل. زه مې دغې لیکنې ته نتیجه نه لرم تاسې پخپله فکر پرې وکړﺉ او دې لیکنې ته پخپله یوه نتیجه وټاکﺉ.