بي پي ایل کې لوبېدو لپاره افغان لوبغاړي بنګلدیش ته تللي

د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو شپږم پړاو کې لوبېدو لپاره یو شمېر افغان لوبغاړي دغه هېواد ته تللي دي.

د افغانستان لوبډلې تکړه او چټک توپوهونکي محمد شهزاد او نجیب ځدراڼ چې پخوا هم په یادو سیالیو کې لوبېدلي او ښه ځلیدلي هم دي یو وار بیا دغو سیالیو کې ګډون لپاره بنګلدیش ته سفر درلود.

په ملي لوبډله کې نوی شامل شوی ځوان چپ لاسی لوبغاړی حضرت الله ځاځی چې په لږ وخت کې یې یو شمېر نړیوال ریکارډونه په خپل نوم کړل هم په دغه سیالیو کې لوبیږي.

تکړه ځوان سوکه توپ اچونکي قیس احمد، ظاهر خان، وقار سلام خېل او تکړه آلراونډر ګلبدین نائب هم پر خپله ټویټر پاڼه د چهارشنبې په ورځ د تګ خبر ورکړی و چې اوس له خپلو لوبډلو سره یوځای شوي دي.

محمد شهزاد او نجیب ځدراڼ د چیټا کانګ، قیس احمد د کولنا ټایټنز، ظاهر خان د راجشاهي کینګز، حضرت الله ځاځی د ډهاکه ډاینامیټس، ګلبدین نائب د سیلهت سیکسرز او وقار سلام خېل د کومېلا ویکټورینز لوبډلې لخوا لوبیږي.

په دغه سیالیو کې اوه لوبډلې ګډون کوي، چې د شنبې په ورځ په ۵ جنوري پېل کیږي او د فرورۍ میاشتې تر ۸مې نیټې به دوام وکړي، چې ټولې به په کې ۴۶ سیالۍ ترسره شي.

یادو سیالیو کې دفاعي اتله لوبډله رانګپور رائډرز، ډهاکه ډاینامټس، سیلهت سیکسرز، کومیلا ویکټورینز، کولنا ټایټنز، چټا کانګز ویکنګز او راجشاهي کینګز لوبډلې دي.

په نورو بهرني لوبغاړو کې به کریس ګېل، سټیو سمیت، ای بي ډیویلیئرز، شاهد افریدي او شعیب ملک هم خپله جادو ښيي، خو په تېر پړاو کې شامل افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ او سمیع الله شینواري په یاد پړاو کې نه دي اخیستل شوي.

د یادونې ده چې محمد نبي، راشد خان او مجیب ځدراڼ د استرالیا په بیګ باش سیالیو کې د ګډون په خاطر په یاد لیګ کې د لوبېدلو څخه بخښنه غوښتې وه.

کاپي ….