بښنه غوښتل یو هنر دی

بښنه غوښتل د رواني حالت په ښه والي، د عزت نفس په لوړوالي او د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

په ټولو فرهنګونو کې بښنه غوښتل ځانګړی ځای او اهمیت لري. ماشومانو ته هم باید تر ټولو د مخه بښنه او د بښنې اهمیت ور زده کړل شي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې دې کړنې ته زیات کار نه دی شوی او ارزښت نه ورکول کېږي، کېدای شي لامل یې دا وي چې لویان له کوچنیانو څخه بښنه نه غواړي.

سمه ده چې مقابل کس به مو ملامت وي، خو ښه ده چې ووایاست؛ بښنه غواړم!

د دې لپاره چې بښنه غوښتل مو اغېزه ولري، ښه ده چې د مقابل کس احساسات په پام کې ونیول شي او موقع ته په کتو ورڅخه بښنه وغوښتل شي.

بښنه غوښتل هغه وسیله ده چې پر مټ یې مقابل کس ستاسو له تېروتنو تېريږي. تاسو هم د ازادۍ او له ګناه څخه د خلاصون احساس کوی.

د دې لپاره چې مقابل کس مو وبښي، باید پښېماني مو داسې بیان کړی چې ګواکې تاسو پر خپلو کړو د زړه له تله پښېمانه یاست او بښنه غواړی. دا تر ټولو سخت کار دی خو پایلې یې بیا ډېرې غوره دي.

سرچینه :سپوږمۍ