بیا هم دا ،، ئ،، تپل شوې

ډاکتر ماخان میږی  شینواری

د مخه یو څو غوره راوړنې

تر اوسه مې چې مې څه خپاره شوي،هغه زموږ د ناسمونونو له امله وو، هیله ده، چې په دې لار کې به زما لیکنې داسې لږ څه دې ناسمونونو ته ستاسو پام را اړولې وې.

په یوه پوهنه کې چې یوڅوک څومره ورننوځي، پوهیږي، چې څومره نه پوهیږي. په دې بوهیږم، چې ژبه څومره ستونځمنه ده، خو چې سړی خپله په یو څه کار وکړې هلته د داسې یوبل څه سره مخامخ کیږي، چې په هغې هم باید کاروشي.

زه بیا بخښنه غواړم، چې په ډېرو موضوعاتو به ډېرو ژبپوهانو کارکړی وي، خودا چې زه نه پوهیږم، زه ملامت یم او دا چې زه هم بیا څه په لیکم، نو دا هم بیا سمکار ځکه بولم، چې ګورو په یوه موضوع په لسګونه که نه سلګونه کسان کار کوي او دا هم غنیوالی یا بډاینه ده.

ناسم ویونه څنګه پیژنو؟

دا په پیداېښټي پوهنو کې لږ ساده ده، چې په ناسم څه وپوهیږو،  په ژبه کې داسې لږڅه ستونځمن کار دۍ، خوسره له دې هم په ژبه کې د ژبلار په بنسټ لارې شته او داسې یې لنډ به ګوته کوو.

لومړی: داسې ویونه، چې د پیداېښت په اوږدو کې یې د پیداېښتې لارو سره سم لرو، نو د هغو له ډلې ځنې ویونه راباسل او په بل ډول یې نومول ناسم دي.

لکه موږ اوتاسې په ګڼونو کې د لرلې لار څخه په څنګ کیږو، چې بېلګه یې دېرش سلمې ته دېرش سلنه وایواودا پخپله بې لارې ده یعنې د پیداېښت سره مخامخوالی دۍ.

دویم: د یوکره پيژند لرونکی وي د بل په ځای ايښوونه ناسمه راځي: که د یوه څه له پاره په پیداېښتي توکه په نامه نه پوهیږو، لکه د مایع له پاره، نود خپلې ناپوهۍ په بنسټ بیا د دې له پار یود بل څه له پار ټاکلی کره پیژند لرونکی نوم یا وی ټاکو، چې دا بیا هرومروناسم باید وي، لکه د مایع له پاره چې انډول پښتویې بهیدونکی دۍ او اوبلن وایو.

دریم:

 ګوره بیا لور، لور اولورهم لرو، نودا توپیرونه به بیا څنګه بیلوو، دا خوژبه ده اوداکارباید وکړیشو، بې له دې چې پرته له ژبدود د ژبې په توروکې زیاتوالی راولو.

اوس راځو دې ته چې:

بیا هم دا ،، ئ،، تپل شوې

زه پوهیږم، چې زما لیکنې زموږ د ټولودرنو لیکوالانوسره په مخامخوالي کې دي، خو زه د دې  روښانولوله پاره اړیین ګڼم، چې دا خپل اند له تاسوسره ګډ کړم.

 بیا هم که دا د داسې څه لیکونکي ما باوري کړي، خو دا هم یوه ښوونه ده اوزما زده کړه.

زه تاسوته لوړه کوم، چې زما لیکنې نه د چا د مخامخوالي له امله دي، نه  یاغي یم اونه یې خوي لرم اونه د ځانښوونې له امله دي. زما لیکنې یواځې اویواځې د لا نورو روښانه ونو له امله دي.

زه به د خپلومشرانو په ځانګړې توګه د ژبپوهانومشرانو ډېردرناوی ځکه کوم او لرم، چې همدا دوي دي، چې دا پښتو یې را ژوندۍ کړۍ، ژوندۍ ساتلې او ژوندۍ به یې ساتي. دا د دوي برکت دۍ  اود هلوځلولاسته راوړنه ده، چې اوس دا ژبه د  ورکیدو کندې ته نه شي لویدلی.

زه دلته د دې له پاره یوه لنډه یادونه کوم اوبیرته تاسو درانه همهغې خپلې پخوانۍ لیکنې ته رابولم، چې ویې ګورۍ، هلته داسې نورد ویلوڅه نه دي پاتې شوي اوزما دلایل هم په سم اندیزدلیل ژبلارې نه دي رد شوي.

زه یوه بیلګه راوړم:

زه یواځې دې ته ګوته نیسم، چې په رښتیا دا د عربو د ګوډي الف ،، ئ ،،، چې موږ هم ورته د ،، مسئولیت،، په لیکلو کې اړ یو او زموږ د ناسم لیکنډول یا – دود  مسئوله ده، مسئولیت د همغومسئولوپه غاړه واچوو اونوره یې همغه یواځې ،،مسئولیت،، ته پرېږدو.

یوه یادونه دې وي اوهغه دا چې دا د ،، مسئولیت،، ئ د دریم ډېر ګړو کړنو له پاره تل همداسې سمه نا سمه لیکل کیږي، دا په دې مانا، چې د لیکوالانو پام یې ډېر ځان ته را اړولی.

هغه دلایل، چې زما د لیکنې مخامخ – چې ئ په پښتو تپل شوې-   لیکل شوي، زه ورته په لاندې توګه ګوته نیسم:

دلیل – چې هرومرو باید پوهنیز وي- راوړو، یا یې منو او یا یې په یوه پوهنیز دلیل ردوو.

زه زما د پخوانۍ لیکنې د  ردونې دلایل  په داسې لنډه توګه په ترتیب  راوړم او بیا یې یا د منلو او یا نه منلو پوهنیز دلایل  په همهغه ترتیب له تاسو سره ګډوم.

زما دلیکنې مخامخ لیکنې:

لومړی – دا چې  زموږ مشرانو دا ئ داسې لیکلي، نو دا له دې امله سمه ده اوسمه باید وي.

او یا دا چې:

که دا ئ ناسمه وي، نو ولې په دومره وخت کې زموږ د مشرانو دې ته فکر شوی نه دۍ.

دویم:

ییګانې څلور اوبڼې بدلې یعنې په پنځه ډوله لیکل کیږي، دا یو غږ، چې همغه غږ دۍ،  په دوه ډوله- چې  ۍ او بله یې ئ ده- سره لیکو.

دریم:

غونډاله لرو:  د غلامۍ کړۍ ماتې کړئ.

دلته نو باید د ،، کړۍ،، نوم او ،،کړئ ،، منځ کې توپیر وشي، نو له دې امله دا یوه کړیاله او دا بله نومیاله يې دي.

د پورته درې راوړنو مخامخ دلیلونه:

لومړي ته:

موږد خپلومشرانوپوهانو په پوهه نوې زده کړې کوو اود ژبسمون له پاره په  دې زده کړو ودان نوي سمونونه ورزیاتوو. دا له پیداېښته پیداېښتي خوي دۍ، دا په دې مانا چې که زموږ راتلونکي له موږڅخه پوره په هر څه کې د مخه نه شي، نو دا به بیا زموږ ملامتیا وي.

هره پوهنه کې که چې یوه لار ټولیزه نه وي، ناسمه ده.

نیسو، چې د ،، ئ،، لیکل اړیین دي، نو پوښتنه به بیا دا وي، چې دا نو بیا د نوروییګانوله پاره ولې باید  باوري نه وي. په دې هکله ما په خپله لیکنه کې یو لښتکی په توګه هم لیکلي، چې دې نوریی ګانوسره دې ڼو څه وشي.

د شمیرپوهنې لار د ژبې لارې څخه هم نه شي بیلیدلی،هلته لارده، چې یوه لار د یوه ګڼ له پاره باوري وي او د یوه بل پسې ګڼ له پاره باوري شي، نو هغه  لار بیا د ټولوګڼونوله پاره باوري ده، دا په دې مانا، چې یوه څه ته یوه لار وټاکو، چې هغه کار موږ کړی وي او هغه بیا د بل اړوند څه له پاره باوري نه وي، ناسم دۍ.

دا شمیرپوهنې لار په ښمیرپوهنه کې ښوول کیږي.

زه د سترو او غوره لیکولانوپه لیکنوکې دا ګورم او زورېږم، چې په هکله یې څه لیکم، خو په کلکه په دې اند یم، چې یا ،، ئ ،، نه شته او یا د نوروییګانو او اوازونوله پاره هم باید ییګانې پیدا شي.

بیا: یوه لار ( قانون) په هغه وخت کې باوري دۍ، چې ټولیز یا ټولباوري وي.

دویم ته:

 دا د ژبپوهنې لار نه ده، چې بڼې دې بدلې وي او یې دې همغه وي. موخه د ،،ۍ،، ویینه ده اود دې له پاره دا ،،ۍ،، بسیا کوي او که نه، نو دلته دې هم بیا د نوروییګان له پاره همغه یې خو بدله بڼه پیدا شي.

همداسې ده.،،  چې ،، د غلامۍ کړۍ ماته کړۍ،،.  ځکه چې:

 یو: په پورته روښانونه کې خوستونځه په ،، ۍ، ئ ،، کې نه ده، دا د یېګانو دنده هم نه ده او زه په بل څه کې هم  ستونځه نه ګورم، که په زور یې نه پیدا کوو.  دلته په لوموړۍ کړۍ کې ک باید یوزورکی ولري یا لومړۍ کړۍ دوه سیلبې لري یعنې یوه سیلبې یې  ک – او بله یې –ړۍ ده او دا دوهمه کړۍ یوه سیلبي ده.

همداسې ده. ،،  چې (د غلامۍ کړۍ ماته کړۍ).  ،، که نه نو دا ورته ستونځې د نورو یی ګانوسره هم پېښوي.

 د  بیلګې په توګه دې لاندې غوڼډالې ته ستاسوپام راګرځوم:

په کړۍ

غلامې دا دلته  ولې دا وړې خورې ورې وریژې( ز، ج)  یا د ډوډۍ ټوټې هلته  وړې او خورې ( غونډاله که ښکلې نه وي، نو بخښنه دې وي).

دلته هم لومړۍ وړې، خورې دوه سیبلبي دي یعنې ،، و – ، – ړې،، او ،،خو – ، رې،، اودا دوهمې یوسیلبي دي، دا په دې مانا، چې د کړۍ او کړۍ سره له هرې لورې یو ډول دي.

اویا

 ولې ولې ولې؟

په پورته کې دا ،، ې ،، درېواره یا درې ځله راغلې، یوه  پوښتنه ده بله  یې نوم دۍ او بله  یې کړنه ده دا په دې مانا چې په شپږواره ردبدلېدنې سره یعنې له وي درېواړه  هریوهر ځای نیوی شي.

د لته دې نوبیا یوه ،، ې،، وي اودرېواره لیکنې.

که دلته اړیین نه وي، نوبیا دې په ،،کړۍ،، ولې ،،ئ،، راشي؟

بله بیلګه به بې له یې راوړو:

،،تلل ( له یوه ځای څخه وبل ځای ته،، او،،تلل ( یعنې د یو څه کچول یعنې د څومره والي جوتول)،، همداسې ،، تلنه،، او ،،تلنه،،.

ګورۍ زموږ په دې ډول ستونځې لا ډېرې دي.

غلامې هلته ستا تلنه ( له یوځاي څخه بل ځای ته) به هرومروستا د بار تلنه( چې  څومره دروند دۍ) اړیینه کوي.

کوچۍ په کوچ کې  کوچ له ځان سره یووړل.

کوچۍ کوچ  په کوچ کې له ځان سره یووړل.

کوچ( کوچ: له یوځای بل ته تلنه او دابل یې هغه غوړ خوندور کوچ)