بیځایه ډاراو ویره له ځانه لرې کړئ؟

له هیڅ شي نه دومره مه ډاریږئ لکه په خپله له ډارڅخه

انسانانو کې ډار هم مثبت او هم منفي اړخونه لري. که ډار دوه  ډوله وارزوو نو یو داسې ډار دی چې د انسان د پایښت لپاره ضروري ګڼل کیږي، د بیلګې په ډول که موږ د اوردسوزیدو څخه و نه ډارشو او لاس وروړو نو خامخا به مو وسوزی، دغه راز که د ګناه نه ونه ډارشو نو هرومرو به په ګناه اخته شو، که چېرې د محاکمې او پولیسوونه ونه ډارشو نو څومره به جنایتونه په نړۍ کې ډیر شی، که چیرې له مکروبونو نه ونه ډار شو اوهغه ته ورنږدی شو نو په څومره ناروغیو به اخته شو…

بل یې دا ډول ډار یا ویره وی چې نه یواځې داچې ګټوره نه وی بلکی انسان ته زیان هم رسولی شی او د ایمان د کمزورتیا او اروایی ناروغیو لامل ګرځی، دبیلګې په ډول که موږ د کورڅخه د باندې ونشو وتلای په دې فکر چې موټربه مو ووهی او یا بله کومه ناوړه پیښه به رامنځته شی، که چیرې له ناروغیو نه چې لا راپیښه نه ده او موږ وویرږو، که چیرې له ځانه سره فکر وکړو چې وروسته له مړینې به زما د کورنۍ حال څه ډول شی، که چیرې وایو چې که زه دا سفروکړم نو څومره ستونزو سره به مخ شم، که چیری ووایو که کال ته وچکالی شی او یا قیمتی شی نو څرنګه به ژوند وکړو، که چیرې د دین له دښمن څخه  ویره وکړه او ور ته تسلیم شو… (له هیڅ شي نه دومره مه ډاریږئ لکه په خپله له ډارڅخه).

ډار څه شی دی؟

په یونانی ژبه کې ډار ته “فوبیا” وایی او د خپل شاوخوا محېط او څیزونو څخه بیریدو ته ویل کیږې چې کیدای شی فی النفس وجود و نه لری.

د لمړی ځل لپاره په ارواپوهنه کې د ډار یا فوبیا کلمه استنلی په ۱۹۲۴ زیږیز کال کې وکاروله. ده ۱۱۲ ډوله د ډار ډولونه په نښه کړل.

کولای شو په خلکو کې د ډار کچه معلومه هم کړو، په اتلسمه پیړۍ کې پوهانو ډار د سترګو د کسی د خوزیدو له مخې اندازه کاوه خو د تیرې پیړی په پای کې پوهانو وکولای شول ډار د انسان د پوستکې له مخې اندازه کړي، خو اوس دا امکان رامنځته شوی چې وکولای شو د ډار یا ویرې کچه یا اندازه د کمپیوټر له مخې معلومه کړو.

د ډار ناسم ډول چې د انسان د اروایی کمزورتیا، روغیتایی ستونزو او غم او اندیښنې سبب ګرځی په ډیرو انسانانو کې وجود لری چې باید عاقل او با تدویره کس یی د له منځه وړلو په فکر کې شی.

بیځایه اوناسم ډار څخه مسلمانان  منع شوی او هغه د ایمان کمزورتیا بلل شوې. مسلمان د بیلګې په ډول کله چې د دین له دښمن سره د مبارزې په حال کې وی له  ډارنه منع شوی. قران په دې هکله فرمایی: اومه ډاریږی او مه غمجن کیږی تاسو بریالی یئ که چیری یاستی مؤمنان. (آل عمران – ۱۳۹). دغه راز د جګړې په وخت کې مسلمان باید دښمن ته شا نه کړی مګر که د تاکتیک او د بیا یرغل په خاطر وی.

ایمان په خدای او ایمان په تقدیر انسان له ډیرې ویرې ژغوری هغه څوک چې فکر کوی یواځې خدای د هر څه واک په لاس کې لری اوپرته له ده نه له هیچا نه ډار په کار نه دی او دا وګنې چې بیځایه ډار ستره ګناه ده او مسلمان باید معتقد واوسی چې د ده مرګ د ده ژوند د ده درد اود ده هرڅه د خدای په لاس کې دی. قران فرمایی:   نه رسیږی موږ ته هیڅ مصیبت مګر هغه څه چې آلله (ج) لیکلی وی، هغه زموږ مولا دی اوپر ده توکل کوي مومنان. .(توبه- ۵۱ ) ، یا داچې: هیڅ مصیبت نه راځې چاته مګرپه اذن دالله اوهرڅوک چې په خدای ایمان ولری د ده زړه ته به خدای هدایت ورکړی.خدای په هرڅه ښه عالم  دی.(تغابن- ۱۱). وګوری هیڅ مصیبت دخدای له اذنه پرته چاته نه رسیږی نو بیا ولی څوک فکر ووهی، اندیښنه وکړی، یاوډارشی چې فلانی مصیبت به پیښ شی اوکه نه. که الله لیکلی وی نو پیښیږی به اوکه الله ونه غواړی نوټول جهان هم که سره یو ځای شی هغه پیښولی نه شی. بیا څه ته وډارشواواندیښنه وکړو. اوکله که څه پیښ شی بیانوڅه کولای شو خدای به دغه رازغوښتی وی.

که چیرې غواړی ډار او وسوسه ستاسو له زړونو لرې شی په اخلاص سره ایات الکرسی ووایی،  دوسوسی اوله دښمن څخه د ډارپه وخت کې ناس اوفلق سورې ولولی په ماناکې یی فکر وکړی اوپه خدای توکل وکړی انشأالله ترډیره بریده به تاسو له ناوړوپیښو اودهغو له اغیزووژغورل شی. که چیرې  دشیطان له لوری وسوسه درورسیده خدای ته پناه یوسه چې هغه اوریدونکۍ اوښه دپوهې والادی.(اعراف -۲۰۰)

( کله چې ډاراوویره ستاسو د دماغ دړه دروټکوی دلوی خدای نه دمرستې غوښتونکی شی اوښو افکاروته اجازه ورکړی چې ستاسو ددماغ ورورته خلاصه کړی.)

کله هم ډار یواځې یو فکر وی چې انسانان زوروی اوهغه پیښه چې  ترې ډاریږی کیدای شی په سلوکې یی یوهم دپیښیدو امکان یی نه وی خو تاسو ترې ډاریږی یاکله هم یو پیښه چې څوک یی انتظارلری دومره د ډاریدو وړ نه وی اصلاْ  هغه عواقب چې موږ یی په خپل ذهن کې انځورووهسې نه کیږی اوډیرپه اسانی سره هغه پیښه تیره شی.

ډیرې ښځې اونارینه شته چې دراتلونکی بې وزلی له ډاره یی ژوند په ځان ډیر ستونزمن کړی وی. حال داچې په راتلونکی کې یی له اوس نه هم اقتصاد ښه شوی خودوی خپل هغه عمریواځې دډارله کبله په ستونزوکې تیروی.

که وکولای شی خپل خیالی ډار له خپلو ماغزونه وباسی نو پوه شی چې ستاسو ژوند به ډیر له خوښیو ډک شی.(ډارستاسو په دماغ کې یو منفی فکر دی هغه دمثبت فکرپه واسطه لری کړی،ځکه ډارپه میلیونونو انسانان وژلی دی).

یو اکروبات یواځې په ډارباندې دبری په صورت کې کولای شی حیرانووکی کارونه سرته ورسوی. دغه رازکه یو څوک وغواړی بایسکل چلول زده کړی نو اول باید ډارله سترګو اوباسی.سره له دې چې تمرین مهم دی خواصلی لامل په ډارغلبه ده.

 

له مغزونه دډارلیری کول به په لومړی سرکې یو څه ستونزمن وی خو  که چیرې هرساعت اوهروخت ځان ته ووایو چې له دې شی نه باید ونه ډارشم او خپلو مغزوته دډارله ننوتونه مخنیوی وکړو نو ډاربه مه مو له ماغزو لیری شی.

تاسو به یو ډیره کمزوری ښځه د ډارپه وخت کې لیدلی وی چی له ځانه دروند پیټی به له سوزیدو نه وژغوری.

که چیرې غواړی په خپل ډاربری ومومی نو له هغوڅیزونه چې ډاریږی همغه وکړی. دبیلګې په ډول که تاسو دیومشرسره له خبروډاریږی نوورشی له هغه سره خبرې وکړی ستاسو ډاربه لرې شی . که چیری په شپه کې تاسې له کوروتونه ډاریږی؟ نو ووځې په شپه کې ښه ډیر وګرځی ستاسو ډاربه ورک شی. (دهغه څه نه چې ویره لری ویی کړی په داسې کولو سره به مو ډار لری شی.)

ډاراوبې زړه توب کله هم دیوې ناروغی په څیر راڅرګندیږی. خو دایواځې خیالی ناروغی ده چی دفکر په بدلولو سره دهغې درملنه په اسانی سره کولای شی. دبیلګې په ډول که چیرې له دې نه ډاریږی چې خلک به تاسوته ګوری ستاسو په جامو اوستاسو په څیره اوستاسو په کړووړبه وخاندې  نوپه دې پوه شی  اوداځان ته ووایی چې هروخت هرڅوک تاسو ته پام نه کوی هرڅوک نورډیر کارونه خلک دومره وخت نه لری چې تاته اوستا عیبونو ته وګوری په دې توګه ددې ناروغې درملنه کولای شی وکړی.

که یو ښارته کومه ناروغی راشی نو له ټولو لومړی دهغه ښار ډارن خلک په دغه ناروغی اخته کیږی. غلط افکار ستاسو ت رټولو غټ دښمنان دی ډیرخلک شته چې خپل غلط فکر له امله داسې فکر کوی چې پرچا ګران نه دی اوخلک هغوی نه خوښوی له دغسی فکرونو سره په دایمی اندیښنه اخته دی حال داچې دایواځې ددوی فکر دی اوبس.

( ډاراوویره یو فکر دی چې ستاسو په دماغ کې یی ځای نیولی، نوآیا تاسو له خپل فکر نه ډاریږی؟)

امریکایی لیکوال دیل ګارنګی د (محمد داسلام سترپیغبر)د کتاب د لیکوال کیسه د ده له خولې  بیانوی  چې په کې داسلام په ستروالی اوله دې لارې په ویرو د بری اشاره کې شوې ده. هغه وایی:

د افریقا په دښتته کې مې یو ستر درس لاسته راوړ. په کال ۱۹۱۸ میلادی کې د افریقا شمال لویدیز ته لاړم اوپه صحرا کې مې ژوند وکړ اووه کاله مې هلته ژوند وکړ او د هغه ځای د خلکو ژبه می زده کړه. د هغو ی غوندې جامې مې واغوستی او د هغوی غوند ی خواړه مې وخوړل او د هغوې په مذهب کې می تحقیقات وکړل ترڅو مې چی ( محمد داسلام پیغمبر ) ترنامه لاندې یو کتاب ولیکه هغه اووه کاله مې چی هلته تیر کړل زما د ژوند ډیرې آرامه شیبې وی. ماپخوا ډیری تجربې کړې وې په پاریس کې له یو انګلیسی مور او پلار نه دنیا ته راغلم وروسته مې زدکړی وکړې او د لومړۍ نړیوالې جګړې ترپایه وجنګیدم اوپه نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون وکړ. خو په دغه مسلمان میشته سیمه کې می هغه څه تر سره کړل چې تراوسه پری نه پوهیدم .

د ۴ کاله جګړې په موده کې مې خیال کاوه چې د تمدن لپاره جګړه کووم خو ما په خپلو سترګو هلته ولیدل چې څه ډول ځان غوښتونکی سیاستمداران د دوهمې نړیوالې جګړې بنسټ غواړی کیږدی او څه ډول هر څوک د خپلې ګټې لپاره کار کوی او څه ډول یو بل ته ستونزی پیداکوی او یو د بل په مقابل کې له چلونو کار اخلی.

له جګړې او پوځ نه ستومانه شوی وم. په خپل ژوند کې د لومړی ځل لپاره په بې خوبی اخته شوی وم. خو په ناڅاپې ډول می په ژوند کې یو غټ بدلون رامنځ ته شو اوهغه د (ته لاورنس سره چې په لومړی نړیواله جګړه کې ستری پیښې رامنځته کړې) د۲۰۰ ثانیو د ملاقات په نتیجه کې وی ته لاورنس په جګړه کې په دښتو کې له عربو مسلمانانوسره شپې تیرې کړې وې هغه زه وهڅولم څو چې په دښتو کې له عربومسلمانانو سره څه موده ژوند وکړم. په لومړی سر کې دغه وړاندیز ماته ټوکه ښکاره شوه خو بیا وروسته اړ شوم چې همدا تصمیم ونیسم او لاړ شم صحرا ته او د عربو مسلمانانو سره ژوند وکړم( کیدای شی دی به د خبر ټولولو لپاره ګمارل شوی ؤ خو د هغه ‌ذکریې نه دی کړی).

په صحرا کې عربو مسلمانانو ما ته را وښوده چې څه ډول په خپلو اندیښنو او ډار بریالی شم.

دی وایی چې دغو عربو ماته ویل هره کلمه چې په قران کې راغلی هغه د الله (ج) له لوری په محمد باندې نازله شوې ده نو ځکه، کله چې قران وایی خدای ته پیدا کړی او د خیروشر اندازه د خدای له لوری ده نو دوی هر څه چې ورپیښ شی د خدای له لوری یی ګڼې نو له دې کبله پیښې په دوی کومه ستره اغیزه نه کوی او خپل ژوند تیروی. اودا د دې مانا نه لری چې دوی د پیښو په وړاندې همداسې کښینې اوهیڅ هم نه ترسره کوی دوی هر څه سرته رسوی خو په پای کې هغه څه چې ددوی په وس نه وی په هغه ډیرغمجن کیږی هم نه اوهغه دخپل تقدیرله امله ګڼی. ددې موضوع دروښانولو لپاره نوموړی لیکوال یو پیښه نقلوی وایی: یو وخت په همدغه دښته کې یوسترتوپان پیښ شوچې دری ورځې اوشپې یی دوام وموند اودومره ورانی اوتودخه یی رامنځته کړه چې تابه ویل ویښتان مې وسوځیدل خوله مې له خاوروډکه وه ستونی مې په درد ؤ سترګې مې سوزیدلی اوډیروارخطاوم خو دغو مسلمانو عربانوکوم شکایت نه درلودهغوی به خپلې اوږې پورته اچولی اوویل به یی همداموږ ته دازل په ورځ لیکل شوی ؤ، اوبله هیڅ چاره نه لرو پرته له دې چې داپیښې وزغمو.

کله چې توپان په کرار شو سمدلاسه یی خپل کارونه پیل کړل او شکریی ایسته چې یواځې څلویښت په سلو کې څاروی یی  مړه شوی اونورپاتی ؤ.

بله پیښه هم داسې وه چې یو وخت مې په شګو کې موټر چلاوه او یو لری دښته کښی وو چې ټایر پنچر شو بل ټایر مو هم نه درلود ما شورماشورپه لاره واچاوه خو دوی راته وویل چې شورماشورڅه ګټه نه کوی په همغه ټایر وخوځیدوچې یو خت مو تیل هم خلاص کړل بیا په پښو روان شو څو چې خپل هدف ته ورسیدو دوی ویل چی د ټایر پنچریدل به مو قسمت کې ؤ….

دغه لیکوال وایی کوم اووه کلونه مې چې په دغه صحرا کې تیر کړل داراته جوته شوه چې کوم داعصابو ضعف، لیونتوب اودشرابو بی ساری عادت چې داروپا اوامریکا خلکوخپل کړی ددوی له جنجال اوعجلی نه ډک ژوند رامنځته کړی چې په اصطلاح ورته تمدن ویل کیږی.

دغه فلسفه می چې له صحرایی مسلمانو عربو نه زده کړی له زرګونو نورومسکونو ماته راحت را په برخه کوی.

محمد شفیق حقپال