بیګ باش:په ۳۱ لوبه کې مېلبورن سټارز لوبډلې ماته وخوړه

د بیګ باش لیګ د روانو سیالیو په ۳۱ لوبه کې د هربیټ هرکینز لوبډلې د مېلبورن سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه، په دې سره یې ځان د جدول سرته وروسوه او لومړی مقام یې خپل کړ.

د بیګ باش لیګ ۳۱ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د هربیټ هرکینز لوبډلې ترسره کړه چې په ټاکلو شل اورنو کې یې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل لوبډلې ته د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه توپ وهنه کې د هره کینز لوبډلې لپاره دسي شارټ ۹۱ ناسوځیدلی او ویډ ۴۱ منډې وکړې باوي او کونیل یو یو لوبغاړی وسوځوه

سټارز لوبډلې د هدف د پوره کولو لپاره خپله توپ وهنه پیل کړه چې یې ویې نشو کولی هدف ته ځان وروسوي په ۱۷،۱ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۶ منډې وکړې او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپير سره مقابل لوبډلې ته وبایلله توپ وهنه کې سټارز لوبډلې لپاره کوتیچ ۳۵ منډې وکړې توپ اچونه کې د هرکینز لوبډلې لپاره میري ډیت ۴ بوتا او ارچر دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې بریا ته وروسوله په دې سیالیو کې تر دې دمه د د هربیت هرکنیز لوبډله په لومړي سدني تندر په دوهم او سدني سیکرز لوبډله په دریم مقام کې ځای لري.