بېکارۍ د ځوانانو ټولنیز ژوند ور تریخ کړی!

لیکوال :  شيروان وادن

دا چې ځوانان د ټولنې کاري قشر دی، او په ټولنه کې د ملا تیر په حثیت پېژندل شوي، نو په ټوله کې ویلی شو چې، ځوانان د یوه هېواد یا یوې ټولنې تهداب کڼل کیږي.

اویا هم ځوانان هغه څوګ دي، چې هېواد، خاوره او ولس ورته سترګې په لار وي او د بیلابېلو پرمختګونو هیلې ترې کیږي.

ځکه چې همدغه ځوانان دي چې، په ټولنه کې ښه او مثبت رول لوبولی شي. دوی له نوي ټېکنالوژۍ سره بلدتیا، حوصله، زغم او د پوره انرژۍ په درلودلو سره هغه څه کولی شي چې، په کم وخت سره په ټولنه کې دبدلون او تحول رامنځ ته کول به، ناشوني خبره نه وي.

خو افسوس چې په اوسني وخت کې ډېری لوستي هېوادوال او په ځانګړي ډول خوست میشتي ځوانان د بېکارۍ له امله له مختلفو ناخوالو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

ډېری لوستي خوست میشتي ځوانان چې خپلې لوړې زده کړې یې په ډېرو سختو حالاتو کې تر لېسانس درجې پورې رسولې، خو اوس مهال له هغو نا لوستیو کسانو په کتار کې ځانونه محسوسوي چې، ګواکې موږ خو د پوهنتون په دروازه هم نه یو ور دننه شوي. ځکه چې د بېکارۍ له امله دوی دې ته زړه ښه کوي چې؛ خپلو ډېپلومونو ته اور ورکړي، ترڅو ښه لاس تر زني کیني چې، د کورنۍ، ټولنې او ګران وطن افغانستان لپاره یو بې ساری سر خوږی وګرځي.

پوښتنه دا ده چې، ولې ډېری لوستي او نا لوستي ځوانان بېکاره دي؟

ددوی په وینا! د دولت او مسؤلو چارواکو بې غوري او دوی لپاره د کار

زمینه سازي نه مساعدول هغه څه را په ګوته کوې چې، زښت زیات ځوانان یې په رواني او جسماني لحاظ له بحران سره مخامخ کړي دي.

که ویل شي چې بېکاري د ناوړو عواقېبو زېږنده ده نو پدې اساس ځوانان دې ته هڅول کیږي چې، د دولت ضد کړنې، اختطاف، قتل او داسې نورو کارونو باندې لاس پورې کړي چې، پایله به یې بیخي منفي وي.

ددې ترڅنګ د نالوستو لپاره د حرفوي زده کړو، فابریکو نشتون او کار اهل کار ته نه سپارل هغه څه په ډاګه کوي چې، ځوانان یې د ټولنې د بهبود خنډ ګرځولي او ددې پرځای چې ټولنه مو یو ښه طرف ته سوق شي، پرمختګ وکړي او خپل هېواد له سیالو سره سیال کړي نو برعکس موږ به همیشه دې داسې پېښو قربانیان وو چې، په بل ځای کې به ساری نه لري.

ډېره بېکاري د دې لامل شوي چې، ډېری ځوانان مو نورو هېوادو ته په قاچاقي لارو تللو باندې، دېته خپلې هیلې تسلیم کړي چې وایي، یا به له دې حالاتو ځان خلاصوم او یا به د خپل نازک بدن په غوښو باندې د سمندرونو ماهیان مړوم.

هماغسې کیږي او شوي چې، زیاتره افغان ځوانان په بیلابیلو سرحدي سيمو کې د مرمیو نښه شول، ډېری ژوندي ورک شول، نور په سیندونو کې غرق شول او هغه چې د وطن له غېږ جدا دي، په خارجي هېوادونو کې په سرو سترګو وخت تېروي.

ایا کولای شو چې، دې داسې ستونزو مخنیوی وکړو؟

هو! بلکل کولای شو چې کار اهل کار ته وسپارل شي، حرفوي زده کړې پراخه شي، تعلیم یافته اشخاصو ته په اداراتو کې موقع ورکړل شي، د فابرېکو جوړول او داسې نور به هغه څه وي چې، د ډېری ځوانانو ژوند به مو ګلې ګلزار کړی وي او د کورنۍ، ټولنې او خلکو د اوږو بار به نه وي، خپل ژوند به په خپله وړاندې سره بیایي.