بېګ باش: مېلبور رینیګېډز او مېلبورن سټارس پای لوبې ته ووتې.

د استرالیا بېګ باش شل اوریزو تجارتي کرکټ لیګ سیالیو کې مېلبورن سټارس او د محمد نبي اړوند مېلبورن رینیګیډز لوبډلو پای لوبې ته لار وموندله.

په دویمه نیمه پای لوبه کې مېلبورن رینیګیډز لوبډلې سیډني سیکسرز لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

سیکسر لوبډلې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره رینیګیډز ته د ۱۸۱ منډو هدف ورکړ.

رینیګیډز لوبډلې په ۱۹،۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی ډنیل کریسټیان وټاکل شو، نوموړي د لوبې په ورستي وخت کې په ۱۴ بالونو د درې شپږیزو په مرسته ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

په دې لوبه کې محمد نبي نه وو، ځکه نوموړی د خپلې ملي لوبډلې سره هند کې د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره تمرینات کوي.

د بېګ باش سیالیو پای لوبه سبا یکشنبه سهار ۸ بجې او ۱۵ دقیقې د مېلبورن رینیګیډز او مېلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ پیلیږي.

خبریال: نصرت الله عمرزی