بېګ باش: په ۱۷مه لوبه کې سیډني تندر لوبډلې پیرت سکارچرز ته ماتې ورکړه

د استرالیا بیګ باش شل اوریزو تجارتي کرکت سیالیو ۱۷مه لوبه د سیډني تندر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

دې لوبه کې سیډني تندر لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې.

توپ وهنه کې بټلر تر ټولو زیاتې ۵۵ منډې وکړې.

پیرت سکار چرز لوبډلې له یوې په زړه پورې لوبې سره سره په دې لوبه کې ۱۴۱ منډې وکړې او لوبه یې د یوې منډې په کموالي سیډني تندر ته وبایلله.

تندر لوبډلې له پنځو لوبو څخه تر دې دمه درې ګټلي په ۶ نمرو د جدول په دویم مقام کې ځای لري.

هوبرت هریکنز لوبډله په لومړي مقام کې ده، چې تر اوسه یې ۴ لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

خبریال : نصرت الله عمرزی