بې‌ پولې خبریالانو د افغان خبریالانو پر خوندیتوب ټینګار کړی

د بې پولې خبریالانو ټولنې افغاني رسنیو ته د طالبانو له لوري شوی ګواښ غند لی او افغانستان کې یې د خبریالانو د ژوند پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

دغې ټولنې د طالبانو هغه اعلامیه چې پکې ویل شوي (( که رسنۍ په یوه اونۍ کې ددوی پر ضد تبلیغان بند نه کړي نو د نظامي هدف په توګه به پرې بریدونه وکړي)) غندلی او له افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په ځانګړي ډول له زلمي خلیلزاد غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د بې ‌پولې خبریالانو د ټولنې شمېرې ښيي، چې افغانستان کې د روان عیسوي کال له پیل څخه تر اوسه، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۵ پيښې ثبت شوي دي.