بې استاذه شاعري!

 

لیکوال: استاد اسد الله غضنفر

 

خوشحال خټک فرمایي:

بې استاذه شاعري بې لارې تله دي

یاوه ګوۍ ګرځي په لوړو په ژورو

د خوشحال خټک دغه نظر په تېرو وختونو کې عام و او موږ اوس هم ځینې داسې شاعران لرو چې د یو چا په استادي یا شاګردي باندې ویاړي. زما د پلار یوه شاعر دوست به ویل چې په شاعري کې پنځلس، شپاړلس کسه شاګردان لري. د پېښور خوا ته په ادبي حلقو کې دا جمله ډېره تکرارېږې چې پلانی به پلاني ته ورته، اصلاح به یې ورنه اخیسته؛ مطلب شعر به یې ورباندې اصلاح کاوه او د استادۍ او شاګردۍ رابطه یې سره لرله.

د خیبر د سیمې معاصر شاعر لعل زاده ناظر شینواری په ۱۹۹۸ کې د ارواښاد خاطر اپرېدي په کلیاتو باندې په خپله سریزه کې لیکلي دي چې :« زما په قابل ذکر شاګردانو کې خاطر زما اول شاګرد دی او په ډېر شوق مې اصلاح ورکوله.»

د شاعري یو استاد خپل شاګرد ته څه ورزده کولای شي؟ وزن، قافیه، اصناف او صنایع و بدایع.

په تېرو زمانو کې چې د اوسنۍ زمانې غوندې معارف عام نه و او کتابونه خورا کم پیدا کېدل، د شاعري د هنر نوي لاروي ته په ځینو ضروري ټکو باندې د پوهېدو لپاره د استاد لرل لوی نعمت و. په تېرو پېړیو کې چې شاعران د پښتو شعر د خپل وزن ( سیلابتونیک) له ځانګړنو سره اشنا نه وو او پښتو شعرونه به یې په عربي عروضو تلل، د شعر د وزن په سموالي باندې ډاډ تر لاسه کول مشکل وو. خوشحال وایي چې د پښتو شعرونو د وزن موندل سخته دي او ده په ډېر زحمت یو څو بحره موندلي دي.

 

زموږ شاعر نه یوازې د وزن بلکې د املا په برخه کې هم مشکلات لرل او د املا په برخه کې د معیار نشتوالي د تجنیس د صنعت په استعمال کې، د سمې قافیې په انتخاب کې او د تاریخي مادو په استخراج کې ستونزې پیدا کولې. اوسني شاعران د تاریخ د مادې له فن سره دلچسپي نه لري خو پخوانو له دې سره دلچسپي لرله چې د بیت یا مصرعې د ټولو یا ځینو کلمو د توریو له ابجدي قیمت څخه یو داسې عدد راوباسي چې هغه به مثلا د یو چا د وفات کال و. په دې فن کې د کامیابي لپاره دا ضروري ده چې د ژبې په املا کې معیار وي. څرنګه چې مونږ ټولمنلی معیار نه درلود نو تر اوسه پورې لا زمونږ محققان د پخوانو شاعرانو په دیوانونو کې د تاریخ د مادو د قیمت په استخراج کې سره اختلاف لري.

په تېرو زمانو کې د اصنافو د ظاهري ځانګړنو رعایت خورا ضروري ګڼل کېده او دا د ښې شاعرۍ نخښه وه چې ویناوال دې تر وسه وسه له ډېرو صنایعو سره بلد وي.

په اوسنۍ زمانه کې د کتابونو زیاتوالي ، د معارف عاموالي او د پخوانو اصولو په پوره رعایت باندې د باور کمزوري، یو بل ته لاسونه سره ورکړي دي او په شاعرۍ کې یې د استاد ضرورت کم کړی یا ختم کړی دی.

له بلې خوا، په تېرو زمانو کې علم او هنر ته د یو راز په سترګه کتل کېدل چې یوازې له ځینو کسانو سره شته او دغه کسان یې په خپلو خاصو شاګردانو او مخلصانو باندې لوروي. لکه څنګه چې د عرفان د لارې لاروي پیر ته اړتیا لرله چې له ګمراهي یې وژغوري او له پټو رازونو یې خبر کړي، دې ته څه نا څه ورته حالت د نورو کسبونو او مهارتونو په برخه کې هم و.

مونږ چې په خپله ژبه کې د هنر او ادب د باریکیو په اړه د کار کتابونه نه لرو یا یې تقریبا نه لرو او په تعلیمي موسسو کې مو د تدریس کیفیت داسې نه دی چې د هنر او ادب د زلمو لارویانو تنده ورباندې ماته شي نو یو شمېر زلمي مو تر اوسه پورې د مریدانو غوندې په پیرانو پسې ګرځي.

په لنډیو کې اورو چې:

په کتابونو کې څه نشته

په تورو سترګو کې لاهو دي ټول رازونه

زما په ګومان د هنر او ادب اصلي رازونه په شهکارونو کې پیدا کېږي، نه د هغه چا په توضیحاتو کې چې استادان راته ښکاري. بله دا چې نه د لامبو شوقي په وچه کې لامبوزن کېږي او نه د هنر لېوال د هنر د پنځولو له هڅې پرته هنرمن کېدای شي. هغه پوهه او بصیرت چې په کاغذ باندې د یو څه له لیکلو، د خپلې لیکنې له خوند اخیستلو، په خپله لیکنه باندې له شک کولو، د کاغذ له څیرې کولو، له دوباره لیکلو او د یوه همېشني اضطراب له لرلو حاصلېږي، د ادب هیڅ استاد یې نه شي راکولای.