بې بلنې د چا مېلمستيا ته تلل!

يوه شي، چې زموږ په ټولنه کې يې څه زور اخیستی دی هغه دا دی، چې کله يو څوک خصوصي يا عمومي مېلمستيا ته خبر شي، نو هغه بل ملګری يا ملګري هم ور سره بيايي، په داسي حال کې، چې کوربه هغو ته بلنه نه وي ورکړې.

بله يې دا چې که څوک د هوټل واده ته خبر وي نو که بلل شوی کس نه ورتلی خپل کارټ بل چاته ورکړي، دده په فکر د دعوت کوونکي هغسي مصرف شوی دی؛ په داسي حال کې، چې د هوټل د ډوډۍ پیسې د مېلمنو د شمېر سره اړه لري که څوک ور نه شي، نو د ډوډۍ پیسې يې د دعوت کوونکي څخه نه اخلي. په کار خودا ده، چي بلل شوی کس ورشي؛ ځکه هغه دعوت شوی دی او دعوت قبلول د د عوت کوونکي حق دی، که هغه نه ورځي نو د بل چا د لېږلو لپاره به څه دليل موجود وي؟

 

عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ قَالَ جَاءَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ يُكْنَى أَبَا شُعَيْبٍ فَقَالَ لِغُلاَمٍ لَهُ قَصَّابٍ اجْعَلْ لِي طَعَامًا يَكْفِي خَمْسَةً فَإِنِّي أُرِيدُ أَنْ أَدْعُوَ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم خَامِسَ خَمْسَةٍ فَإِنِّي قَدْ عَرَفْتُ فِي وَجْهِهِ الْجُوعَ فَدَعَاهُمْ فَجَاءَ مَعَهُمْ رَجُلٌ فَقَالَ النَّبِيُّ صلی الله علیه وسلم إِنَّ هَذَا قَدْ تَبِعَنَا فَإِنْ شِئْتَ أَنْ تَأْذَنَ لَهُ فَأْذَنْ لَهُ وَإِنْ شِئْتَ أَنْ يَرْجِعَ رَجَعَ فَقَالَ: لاَ بَلْ قَدْ أَذِنْتُ لَهُ. (رواه البخاري)

ژباړه: د ابو مسعود انصاري رضی الله عنه څخه روايت دی هغه فرمايي: د انصارو څخه يو کس، چې ابو شعيب يې کنيه نوم وو خپل مريي ته، چې هغه قصاب و – وويل د پنځو کسانو لپاره ډوډۍ راته تياره کړه، زه غواړم رسول صلی الله علیه وسلم ته د څلورو نورو کسانو سره دعوت ورکړم؛ ځکه ما د هغه لوږه د هغه په مخ کې محسوس کړه. نو هغه (ابو شعيب ) رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او ملګرو ته بلنه ورکړه. د رسول کريم صلی الله علیه وسلم سره يو بل کس هم ملګری شو. کله چې هلته ورسېدل رسول صلی الله علیه وسلم کوربه ته وويل: دغه کس هم په موږ پسې شو نو که ستا خوښه وي اجازه ورکړه او که دي خوښه وي، چي بيرته وګرځي نو وبه ګرځي. کوربه وويل: نه زما لخوا ورته اجازه ده.

که دغه حديث شريف ته متوجه شو نو دا به راته څرګنده شي، چې که رسول صلی الله علیه وسلم د اجازې طلب نه وای کړی کوربه خو څه نه ويل؛ مګر خبره دا ده، چي د يو چا د ډوډۍ پر خوړلو هغه وخت جرئت صحيح دی، چي د ډوډۍ د خاوند د زړه په خوښۍ سره د هغه ډوډۍ وخوړل شي.

 

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّه صلی الله علیه وسلم قَالَ: لاَ يَحِلُّ مَالُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلاَّ بِطِيبِ نَفْسِهِ. (سنن الدارقطني)

په سنن الدار قطني کې د انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت را نقل شوی دی، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د يو مسلمان د مال خوړل د هغه د زړه د خوښۍ ماسېوا حلال نه دی.

نو احتياط په دې کې دی، چې د کوربه بلنه موجوده وي.

عَنْ نَافِعٍ قَالَ قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ مَنْ دُعِىَ فَلَمْ يُجِبْ فَقَدْ عَصَى اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَمَنْ دَخَلَ عَلَى غَيْرِ دَعْوَةٍ دَخَلَ سَارِقًا وَخَرَجَ مُغِيرًا. (ابوداود)

ژباړه: عبدالله بن عمر روايت کوي، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: که چاته بلنه ورکړه شوه هغه قبوله نه کړه نو هغه د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم نافرماني وکړه. او که څوک بې بلني د چا کور ته ورغی نو د غله غوندي کورته داخل شو او د چور کوونکي غوندي له کوره ووتی.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=1027