بې خوبي که کنټرول نشي، لاندې زیانونه لري

خوب د جسمي او رواني سلامتیا لپاره واجب دی، کم خوب د روغتیا لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه لري. روغتیايي متخصصان سپارښتنه کوي چې د ۱۸ — ۶۰ کلونو عمر لرونکي باید په یوه شپه او ورځ کې ۷ ساعته خوب وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې ترسره شوې څېړنې ښيي ۳۵٪ لویان، بشپړ خوب نه لري.

هغوی چې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي کوي، باید شپه او ورځ کې له ۱۷ ساعتونو ډېر ويښ پاتې نشي. له دې زیات ویښ پاتې کېدل، د خوب له کمښت سره مخ کېدل دي.

د مطلب په دوام کې د هر کس لپاره د خوب او ویښ پاتې کېدو اندازه او د ۷۲ ساعتونو بې خوبۍ زیاونونه څېړو. د بې خوبۍ لنډمهاله او اوږدمهاله زیانونه او د کافي خوب په اړه غږېږو.

څومره وخت ویښ پاتې کېدای شو؟

د بېلابېلو وګړو لپاره د خوب اندازه توپیر لري او د شخص په عمر پورې تړلې ده، مثلاً نوي زېږېدلي ماشومان تر لویانو دوه برابره خوب ته اړتیا لري. د دې سره لا څرګنده نه ده، چې انسان د څومره وخت لپاره بې خوبه تېرولای شي. د ۲۰۱۵م د ترسره شوې څېړنې له مخې، د خوب نه کولو نړیوال ریکارډ، ۲۶۶ ساعته دی، له ۱۱ ورځو لږ څه ډېر.

د کم خوب پېژندل شوې او مشهوره تجربه، په ۱۹۶۴م پېښه شوه. په دې کال د رنډي ګارډنر (Randy Gardner) په نامه زده‌کوونکي وکولای شول، ۲۶۴ ساعته ويښ پاتې شي. د یوولسمې ورځې په وروستیو کې، ګارډنر په پارانوئيد اخته او په هذیان/ اپلتو ویلو پیل وکړ. راپورونه وايي، ګارډنر پرته له دې چې د خوب د کمښت له امله په اوږدمهاله یا لنډمهاله جسمي او روحي ناروغۍ اخته شي، روغتیا ومونده.

د خوب کموالی

د خوب کموالی یا محرومیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې شخص د بدن د اړتیا وړ خوب کم ویده کېږي. د کم خوب نښې په هر شخص کې توپیر کوي. ماشومان او ځوانان له لویانو ډېر خوب ته اړتیا لري، ځکه د هغوی ماغزه لا د ودې په حال کې دي. د همدې امله د کم خوب عوارض شاید په ماشومانو کې شدید او اوږدمهاله وي.

په لویانو کې د کم خوب نښې

د ورځې په اوږدو کې ستړیا یا خوبجنتیا؛

په هوښیارۍ، حافظې او تمرکز کې ستونزه؛

د تعادل د لاسه ورکول؛

د اشتها زیاتوالی؛

په خُلق او خوی کې بدلون.

اوږدمهاله او مزمنه بې خوبي کولای شي، لکه زیات چاغوالی، شکر او د قلبي ناروغیو ته ورته ګواښ زیات کړي.

کم خوب د مرګ لامل کېدای شي!؟

ځینې وختونه د خوب کمښت وژونکي وي. مثلاً د خوب کموالی د حاد یا ناڅاپي ناروغیو خطر زیاتوي. په امریکا کې د ۲۰۱۵م د شمېرو له مخې، ۹۰ زره ترافیکي پېښې د بې خوبۍ له امله رامنځته شوې. په ۲۰۱۷م کې هم، کمخوبۍ په دې هېواد کې د ۷۹۵ کسو ژوند اخیستی.

د بې خوبۍ مرګونې کورنۍ (Fatal Familial Insomnia) غوندې کمساری اختلال هم شته، چې د مرګ لامل ګرځي. دا حالت، یوه ارثي ناروغي ده، چې د پرویون پروټین (PRNP) په تولیدېدونکي جِن کې څپاند کېدو په خاطر، جوړېږي. دا په حرکت راغلی جن غبرګ پریونوونه تولیدوي، چې په تالاموس کې ذخیره او ډکېږي، یعنې د مغز هماغه برخه چې خوب تنظیموي.

دا ناروغي معمولا په منځني عمر کې ظاهر او عبارت دي له:

ملایمه او نرمه بې خوبي چې ورو ورو بترېږي.

د وزن کمښت؛

د اشتها کموالی؛

د بدن د تودوخې بدلون؛

په چټکۍ د عقلي زوال پیلېدل.

اوس مهال دې ناروغۍ ته هېڅ ډول درملنه نشته او د لومړیو نښو له ښکارېدو وروسته له ۱۶ — ۱۸ میاشتو په موده کې شخص مري.

که ۲۴ ساعته ويده نشو، څه به وشي؟

د بې خوبۍ اغېز له ۲۴ ساعته وروسته څرګندېږي. ۲۴ ساعته بې خوبي لکه په وینه کې ۰،۱٪ الکول. امریکا کې د موټر چلولو پر مهال په وینه کې د ۰،۰۸٪ الکولو شتون، ناقانوني دی.

۲۴ ساعته بې خوبي دا زیانونه لري:

ګنسیت او خوبجنتیا؛

په تمرکز او یاد راوړلو کې ستونزه؛

د تعادل کمېدل؛

په پرېکړو کې اختلال؛

په لنډمهاله حافظه کې ستونزه؛

د ادرینالین او کورتېزول هورمون زیاتېدل، چې د استرس هورمونه دي؛

د وینې ګلوکوز زیاتېدل؛

د ناڅاپي ناروغیو زیاتېدل؛

د عضلاتو رپېدل.

د دې ټولو لامل دا دی چې مغز هڅه کوي د «موضعي خوب» حالت ته په داخلېدو، انرژي ذخیره کړي. په دې حالت کې مغز په یوه برخه کې نیورونونه فعال او په بله برخه کې نافعال ساتي. د دې ناروغۍ لرونکي په ښکاره ويښ دي، خو د پېچلو چارو تر سره کولو وړتیا یې کمېږي.

کم خوب د خوب او ويښتیا طبیعي پریود هم ګډوډوي، چې د ودې په هورمون، اشتها، ميتابولیزم، استرس او دفاعي سیسټم اغېز ښندي.

که دوې ورځې یا ۴۸ ساعته ویده نشو، څه به وشي؟

په ډېر ویښ پاتې کېدو سره د بې خوبۍ شدت زیاتېږي. د ۴۸ ساعته بې خوبۍ وروسته د شخص د پيژندګوۍ چاره خرابه او ستړې کېږي. په دې پړاو کې مغز ورو ورو د لنډې مودې لپاره لا شعوري حالت ته ځي، چې (Microsleep) نومېږي. دا حالت شاید څو شېبې دوام وکړي.

د ۷۲ ساعته بې خوبۍ زیانونه

بې حده ستړیا؛

د څو فعالیتونو په هممهاله ترسره کولو کې ستونزه؛

د حافظې او تمرکز شدیده ستونزه؛

پارانوئید؛

ژور خپګان؛

د نورو سره په اړیکو کې ستونزه.

د بې خوبۍ لنډمهاله زیانونه

د بې خوبۍ لنډمهاله ستونزې د کافي خوب سره له منځه وړلای شو.

خوبجنتیا؛

د هوښیارۍ کموالی؛

په پرېکړه کې اختلال؛

د لنډمهاله حافظې ستونزې؛

استرس/ خپګان؛

د ناڅاپي ناروغیو امکان زیاتېدل.

د بې خوبۍ اوږدمهاله زیانونه:

د وینې لوړ فشار،

زیات چاغوالی،

شکر،

د زړه ناروغۍ،

اضطراب یا خپګان،

د جسمي ودې ځنډ.

د عمر له پلوه د خوب اندازه

له ۳ میاشتو کم: ۱۴ تر ۱۷ ساعته خوب؛

۴ تر ۱۲ میاشتنی: ۱۲ تا ۱۶ ساعته خوب؛

له ۱ تر ۲ کلن: ۱۱ تر ۱۴ ساعته خوب؛

۳ تر ۵ کلن: ۱۰ تر ۱۳ ساعته خوب؛

۶ تر ۱۲ کلن: ۹ تر ۱۲ ساعته خوب؛

۱۳ تر ۱۸ کلن: ۱۰ ساعته؛

۱۸ تر ۶۰ کلن: ۷ ساعته خوب؛

۶۱ تر ۶۴: ۷ تر ۹ ساعته؛

۶۵ او لوړ عمر لرونکي: ۷ تر ۸ ساعته خوب.

د دې ټولو سربېره، د کمیت تر څنګ، د خوب کیفیت هم ډېر مهم دی.

ژباړه: نسیمه محمدي