بې خوښې واده د ښځو لپاره ډېرې بدې پایلې لري.

ژباړه: بختیار ساحل

څيړنو ښودلې ده ، چې که ښځې په خپله خوښه واده ونه کړي ، نو د نارینو په پرتله به تر ډېره پورې د زړه له ناروغیو سره مخ شي .
په دغه څيړنه کې ، چې په امریکا کې ترسره شوې دا هم ویل شوي ، چې د ښځې او میړه ترمنځ به هره ورځ په عادي مسلو لفظي برخورد راځي او دا په نارینه او ښځینه دواړو کې د روحي تکلیفونو باعث ګرځي .
دغه راز ویل شوي دي ، چې دغه حالت بیا ښځې ډېرې زوروي او اکثره ښځې د لوړ فشار له ستونزې سره مخ کیږي .
څیړونکو ښودلې ده ، چې نا خوښه واده د انسان په صحت هم بد تاثیر کوي او تر ډېره پورې ښځې بیا په روحي تکلیفونو ، بې درکه چاغوالي ، لوړ فشار او ځينو نورو ناروغيو اخته کیږي .
د دغې څيړنې لپاره له ۲۷۶ هغه جوړو نه پوښتنې شوي دي ، چې په خپله خوښه یې واده نه دی کړی .
په دغه پوښتلیک کې له ښځو او میړونو نه بیلابیلې پوښتنې شوي دي ، چې له مثبتو خواو یې منفې خواوې ډېرې او تر ډېره پورې د دواړو د نظر اختلاف د تاوتریخوالي باعث ګرځي .
ددې څيړنې په پایلو کې دا هم ښودل شوي دي ، چې هر ډول تاوتریخوالی یواځې په ښځو ډېر تاثیر کوي او نارینه اکثره وخت ځانونه له دې حالاتو ساتلی شي .
دغه راز ویل شوي دي ، چې کله له ښځې سره لفظي برخورد منځ ته راشي ، نو ښځې بیا هره خبره زړه ته غورځوي او په یواځې وخت کې پرې ډېر ژور سوچ کوي ، چې کله څه پایله لاسته ور نه شي ، نو بیا ورته زوریږي او په یادو ناروغیو اخته کیږي .
دغې څيړنې ښودلې ده ، چې د ښځې او میړه دقیق انتخاب کولای شي ، چې هم رواني ستونزې حل کړي او هم په وجود باندې مثبت تاثیرات وښندي .
هغه انسانان ، چې په ټولنیز ژوند پوه نه وي او له واده کولو وړاندې د خپل راتلونکي ژوند په اړه سوچ ونه لري او د عمر تر ډېره پورې په هوايي خیالاتو کې ژوند وکړي دغه ډول انسانان په هيڅ ډګر کې پرمختګ نه شي کولای .