بې موخې او بې پلانه ائیتلاف

د افغانستان لوی ملي ایتلاف چې د (افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف) یې بولي، د دریو (جنبش، جمعیت او وحدت) ګوندونو په نوښت د یو شمیر نورو سیاسي، ایتلافونو ، ګوندونو او سیاسی شخصیتونو تر منځ جوړ شوی. تر دې د مخه یې (د افغانستان د ژغورنې ملي ایتلاف) په نوم په ترکیه کې یو ایتلاف جوړ کړی وو . دا هم د تېرو ائتلافونو په څېر بې موخې ائتلاف دی. بې موخې ځکه دی چې دوی نه کوم ملي هدف لري او نه هم کوم ګټور پلان. دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي امتیازاتو، څوکیو، باجونو او مقامونو د ساتلو او ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سره را غونډ شوي دي.

په نوره نړۍ کې چې کوم اشخاص له حکومتي څوکۍ لرې شي، نو له حکومت سره د همکارۍ په موخه ایتلافونه او اپوزیسونونه جوړوي. دوی حکومت خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي او په کوم ځای کې چې اړتیا وي، نو له حکومت سره په چارو کې همکاري کوي، خو په افغانستان کې ائتلافونه برعکس د امتیازاتو، ګواښونو، د حکومت د تخریب، کمزوري کولو او د خلکو د هیلو د وژلو لپاره جوړېږي.

کله چې جنرال دوستم د ایشچي په قضیه کې د محاکمې له وېرې د درملنې په پلمه ترکیې ته ولاړ، نو له هغه وروسته ټول هغه اشخاص چې یا یې دوسیې لرلې او یا د امتیازاتو، مکافاتو، قراردادونو او نورو شخصي ګټو په سر له حکومت څخه خپه او ګیله وو، نو هغوی ټول په ترکیه کې په جنرال دوستم ور ټول شول او دوی فکر کاوه چې له دې لارې به په حکومت فشار راوړي او د خپلو شخصي ګټو تامین او د غوښتنو پوره کولو ته به یې اړباسي

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، حاجي محقق، د ملي شورا یو شمېر استازي، له حکومت څخه شړل شوي اشخاص او افراد او د کرزي پخواني ملګري د دغه ائتلاف له مخکښو غړو څخه دي. دا ټول هغه افراد او اشخاص دي چې نه د حکومت، نه د ملت او نه هم د ملي ګټو او مسایلو لپاره کومه د پام وړ طرحه لري، نه په ملي مسایلو فکر کوي او نه هم د حکومت پر وړاندې کوم معقول دریځ لري. دوی ټول خپل شخصي مسایل مطرح کوي. د ولس د تېراېستلو لپاره په ښکاره یو څه وایي، مګر په پټه نورې برنامې او کیسې لري. مګر په تېرو څلوېښتو کالو کې د دوی کړنې ولس ته معلومې شوې دي او هیڅ وخت به پر دوی باور ونه کړي، ځکه نه دوی ملي دریځ او غوښتنې لري او نه هم داسې سابقه چې د ولس خواخوږي او باور دې ور خپل کړي.

ولس ښه په دې پوهېږي چې اوسنۍ ټولې ستونزې که نه وي، مګر سمې نیمایي یې د همدوی له لاسه وطن ته ورپېښې دي او ملت ورڅخه ځورېږي. دوی هر ځای د قانون د تطبیق پر وړاندې خنډ دي. دوی ملي شتمنۍ لوټ کړې او لا یې هم لوټوي، په غصب، انسان تښتونو، د خلکو په ځورولو، له مقام او منصب څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او نورو بېلابېلو جرمونو او جنایتونو کې دوی په مستقیم او غیر مستقیم ډول دخیل دي او لاس لري.

دا چې ائتلاف څه غواړي او څه په پلان کې لري له دې سره د ولس دلچسپي نشته، مګر د ولس غوښتنه داده چې د دغه ائتلاف ټول غړي دې د دوی د جنایتونو او جرمونو له مخې په علني توګه محکمه شي. له دوی څخه دې د تېرو جنایتونو پوښتنه وشي. پر دوی دې قانون تطبیق شي، د خلکو او دولت غصب شوې ځمکې او جایدادونه دې ورڅخه واخیستل شي او دوی دې د تل لپاره له واکه ګوښه شي، ځکه په اکثره ناامنیو کې دوی لاس لري.

ګلرحمن رحماني