جلال اباد ښار کې یو شمیر تابوت خرڅوونکي وايي سره له له دې چې، د تابوتونو خرڅولو له لارې یو څه پیسې لاسته راوړي؛ خو وايي له جګړو ستړي دي او د هغه ورځې په ارمان دي، چې هېواد کې یې جګړې پای ته ورسیږي او دوی د تابوتو پر ځای تازه ګلان خرڅ کړي.
دوی د جګړې له ښکېلو لوریو د سولې غوښتنه کوي.