تاجکستان وایې، ایران موږ ته قاتلين او ورانکاري راليږلي

د تاجکستان دولتي تلويزیون وړمه ورځ يو داسې مستند فلم خپور کړ، چې په هغه کې ښيي، چې ایران په ۹۰ مه لسیزه کې تاجکستان ته قاتلين او ورانکاري ليږل او د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې يې رول درولود.

د رويټررز خبري آژانس د رېپوټ له مخې: « يو مستند فلم کې ښودل کيږي، چې درې تنه تاجکان په دې باندې اعتراف کوي، چې په هېواد کې يې د يو شمېر سیاسي اشخاص په وژنه کې لاس درلود، روزنه يې په ایران کې شوې وه او له ایران نه يې مالي ملاتړ هم تر لاسه کولو.

رويټرز زیاتوي، چې دا لومړی ځل دی چې دا ډول اعترافات ايران پر دې تورنوي، چې د تاجکستان د ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۷ کلونو په کورنۍ جګړه کې د ایران هم لاس و.