دریم تعقیب
پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، نن سهار ۸:۳۰ بجې په ګردیز کې د ملي اردو یوې ودانۍ سره نږدې د موټر بم چاودنه شوې، چې په کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، چې يو ځانمرګي بریدګر د پکتیا ولایت مرکر ګردیز ښار کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د چاودیدونکو توکو ډک مزدا موټر ته د دې ولایت د مستوفیت او د ملي اردو د حفظ تاسیسات د ودانیو ترمنځ چاودنه ورکړې، چې له امله یې د حفظ تاسیسات د ودانۍ دیوالونه هم نړیدلي دي.
د دغې برید مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی
دوهم تعقیب
د تندر قول اردو ویاند جګړن ايمل مومند وایي، دغه چاودنه د پکتيا مرکز ګرديز کی د ملي اردو د تاسيساتو پر مرکز شوې ده، چې پکې پنځه ملکيان وژل شوي، ۱۴ نور ټپيان دي.
مومند وویل چاودنه کې پنځه پوځيان هم ټپيان دي، چې د ملکيانو په شمول نږدې روغتیایي مرکزونو ته د درملني لپاره استول شوي دي.
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ,ویاند طارق ارین پېښه تاېید وي او وایي، چې نن سهار د پکتیا مرکز ګردیز ښار کې نظامي محکمې او مستوفیت ته څیرمه د موټربم چاودنې لسګونه ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې او زیاتوي دا هغه سیمه ده چې د ملکي خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.
همدارنګه وایي، چې دغه برید د لشکر طیبې او حقاني شبکې له لورې تره سره شوی.
اول تعقیب
نن سهار شاخو خوا اته بجې د پکتیا په مرکز ګردیز کې موټر بم برید شوی د وروستیو راپورنو په اساس برید د ملي دفاع وزرات پر تاسیساتو ترسره شوی.
که څه هم د کورنیو چارو ورزات پیښه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.