دهارون الرشيد زوى مامون الرشيد چي کله ماشوم ٶ ، يوه ورځ بغير له کوم سبب او دليل نه ښوونكي په لخته وواهه !
مامون وويل : ولې دي ووهلم؟ ښوونکى هيڅ ونه ويل.
کله چي مامون څو ځلي پوښتنه وکړه ښوونکي ورته ويل : غلى سه !
وروسته له شلو کلونو څخه چي کله مامون دخلافت واک ته ورسېدى لمړى امر يې دا وکړ چي هغه ښوونکى را حاضر کړئ !
مامون له ښوونکي وپوښتل : زه چي کله ماشوم وم تا ولې ووهلم؟
ښوونکى مسکى شو او وې ويل : هغه دي نه دي هېر کړي؟
مامون ويل : نه ! په الله قسم هيڅ کله به يې هېر نه کړم!
ښوونکي ورته وويل : ددې لپاره مي ووهلې تر څو پوه شې(ته د خلافت له کورنۍ څخه وې کېدلاى شواى چي واک ته ورسېږې ) چي مظلوم هيڅكله هم ظلم نه هېروي !
نو پام کوه ! چي د واک په وخت کي ظلم ونه کړې ځکه ظلم داسي اور دى چي همېش دمظلوم په زړه کښې بل وي نه مري که څه هم کلونه کلونه پرې تېر سي.