تاپسي پنو په بالي ووډ کې لومړنی فلم څه ډول ترلاسه کړ؟

د بالي ووډ فلمونو مشهورې با استعداده اداکارې تاپسي پنو په بالي ووډ کې د لومړي فلم ترلاسه کولو په اړه خبرې کړې دي، چې څنګه يې لومړی فلم ترلاسه کړ.

د معلوماتو له مخې، هغې په یوه مرکه کې ویلي دي، چې په بالي ووډ کې لومړی فلم يې د پريتي زنټا په مرسته ترلاسه کړ، دغه فلم ته يې اډیشن نه و ورکړی او په همدې يې شکر وویست، ځکه چې د اداکارۍ رسمي زده کړې يې نه وې کړې او هر څه چې يې زده کړي و، نو د ثبت پر مهال يې زده کړي و.

په بالي ووډ کې د تاپسي پنو لومړنی فلم د (چشم بددور) په نوم و، چې دا د ډایریکټر ډیویډ دهون فلم  او په ۲۰۱۳ کال کې نندارې ته وړاندې شوی و. هغه وايي، چې له دې مخکې ما په ۲۰۱۰ کال کې د تیلګو فلم کې کار کړی و او په بالي ووډ کې مې په ۲۰۱۳ کال کې اداکاري پیل کړه.

د تاپسي پنو تامل فلم (اډو کل لم) ۶ ملي جایزې ګټلې وې. هغه وايي، که په فلمونو کې د کردارونو ترلاسه کولو لپاره مې مبارزه کولای، ښايي دومره وخت فلمي نړۍ کې نه وای پاتې شوې.

نوموړې وايي، چې زه د پريټي زنټا په څېر ښکاره کېدم، نو ځکه ماته په بالي ووډ کې د فلم چانس ترلاسه شو، ګني له هغه پرته به زه سخته ناکامه شوې وم. اوس خلک زما کار خوښوي او وخت ورکوي، زه په کال کې یو ډول څلور فلمونه نه شم کولی.

 

تاپسي پنو وايي، چې زه یوه ښځینه اداکاره یم، کاش ما هم په کال کې یو فلم کولای شوی او نور ژوند مې ارامه تېرولی، خو زه فکر کوم چې په کال کې په یو فلم ژوند نه شي تېرول کېدای.

کاپي…