تایوان کې لا هم د کرکټ سیالۍ دوام لري

د کرېک ټرېکر وېب پاڼې د راپور له مخې د تایوان هېواد په شنو کرکټ لوبغالو کې لاهم د لس اوریز کرکټ لیګ دوام لري او د اونۍ په وروستیو ورځو کې پکې کرکټ سیالۍ روانې وي.

د تایوان مرکز تایپي ښار د لس اوریز کرکټ لیګ کوربه دی.

دغه سوداګریزې کرکټ لوبې چې اته لوبډلې پکې شاملې دي، د تایپي ښار په لوبغالو کې د اوونۍ په وروستۍ ورځ یا ویک اېنډ کې ترسره کېږي.

د نړۍ په کچه نږدې ټولې کرکټ لوبې د کرونا له امله لغوه شوي او یا هم ځنډول شوي دي، چې د سوداګریزو لوبو په لړ کې آې پي ایل سیالۍ هم تر دې دمه له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

تمه ده چې د تایوان لس اوریز کرکټ لیګ د اپرېل له ۲۵ مې نېټې د می میاشت تر درېیمې نېټې دوام وکړي.

اته لوبډلې په دوه ګروپونو لومړي او دویم ګروپ وېشل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په تایوان هېواد کې لس اوریز کرکټ لیګ کېږي، له دې وړاندې په ۲۰۱۷ م کال کې په عربي متحده اماراتو کې د ټي ټېن یا لس اوریز لیګ تاسیس شوی دی او تر دې دمه یې درې پړاوونه ترسره شوي دي.