تا مې ټول کلی وژلی! لیکنه: شریف شاهین

 

مازیګر دی. د میا غونډۍ ده، لمونځ مې ادا کړ، په لښتي کې نرۍ اوبه روانې دي. ځمکې شینې جامې اغوستې او په ټټر يي د کوکنارو سره او سپین ګلان ټومبلي. هر څه یاغي معلومیږي.

لاندې لښتي سره وریښمین کاکا دی. تازه يي اودس کړی. په ږیره يي لاس تیر کړ. د پټو پیڅکه يي ترې وښویده، خو ژر يي راکلکه کړه.

ورغږ مې کړ:

ـ کاکا راځه دلته ودریږه، څادر مې تیار غوړولی دی.

ـ ښه ده وراره.

وریښمین کاکا راغی او په لمونځ ودریده. د پښو تلو ته مې يي پام شو. که څه هم ژمی تیر شوی او د سپرلي موسم دی، خو د اکا تلې اوس هم کړم کړم دي. د پلاستیکي څپلکو یو ښونګه يي شلیدلې ده. مالومیږي چې سږنی ژمی يي په همدي څپلکو کې تیر کړی.

مخ يي راواړوه. ما چې خپلې سترګې دده څپلکو ته نیولې وې؛ ويي ویل: هغه بل ورځ مې اوبه لګولې(۱)، په خټه کې بنده شوه، وشلیده.

سترګې مې ضعیفه دي. اوس يي خپله نشم جوړولای.

د څادر پیڅکه يي راخوره کړه.

ـ کینه!

کیناستم.

ـ ولا جان ګل ته مې ډيره سودا ده. خدای دی مل شي.

ـ اوس هم کنړ کې دي؟

ـ هو، اسمار کې دی.

اوږده ساه يي واخیسته او بیا يي وویل:

ـ ولا څه وکړو. هم دا یو هلک مو لاس او پښې دی. دلته کار نشته او…

چپ شو.

ـ هره شپه راځي او راته وايي چې زوي مو له فوځه راوباسئ. …. بیا غلي شو.

ـ د هوا نه خو نه راځي!؟ د جان ګل مور هلته د فشار تکلیف لري؛ زما خپله پښې داسي درد کوي، چې درسته شپه ترې خوب نشم کولای.

ما ورته ښه غوږ نیولی و او د وریښمین کاکا څیرې او الفاظو له یوې مخې دردونه پاشل.

ـ غوا رمباړې وهلې، شوتل نه وه، ما ویل ځه لمونځ به هم دلته وکړم او شوتل به هم یوسم.

ـ ښه ښه دی وکړه.

ـ ته کله راغلي؟

ـ زه نن سبایل (سهار)

ـ ښه زویه ډیر مه راځه، هملته ښار کې ښه يي، حالات ښه نه دي.

فکر یوړم. څو کاله وړاندې په همدې غونډۍ به ډله زلمي ناست وه او تر ماښام تیره به يي ټوکې او خنداګانې کولې.

هماغه غونډۍ ده، هماغه چوتره چې هم هاغو ځوانانو د ناستې لپاره برابره کړې وه، هماغسې ده. لاندې پټيو ته مې ولیدل، غنم وږي ته نږدي دي او د کوکنارو ګلانو هم کلي ته رنګینه لوپټه ورپه سر کړې ده. د برې دیرې شنډي توت پاڼې کړي او تر پخوا يي څانګې اوږدې شوې. د طبیعت هر څه د پخوا په څیر وه.

وریښمين کاکا سپین ږیری شوی و؛ خو اندیښنې او غمونه يي لا ځوان وه.

لمر په غړ غړو و. او د ماښام تیارې په راخوریدو وې. وریښمین کاکا په خپله سوې او دردناکه څیره کې ډير څه لري. دده لویدلې سترګې، غونځې غونځې مخ او مناسبه اوږده خو ګډه وډه ږیره د ژوند له ډیرو ناکردو یوه لمن ګیلې لري؛ خو ناوخته دی او وریښمین کاکا وايي چې کور ته ځان رسو.

د کوزې جبې(۲) خواته مې وکاته. لاندې د ژرندې په وټي مې نظر واچوه، طبیعت یاغي معلومیده، هیڅوک نه ښکاریده. په راغه کې اوس د کوچیانو کیږدۍ نه وې. په غنمو اوس سیال سیال مرغۍ نه کرځي او د ژرندې له څیناره هم د ښاروګانو ها پخوانی ځوګ نه پورته کیده.

ما لا د طبیعت د ښکلا په دښته کې د خیال د اس لوری نه و معلوم کړی چې وریښمین کاکا راغږ کړ:

ـ وراره پنډ راجګ کړه!

ـ نه کاکا زه يي درسره وړم.

ـ نه وراره! دومره دروند نه ده، جامې دی سپینې  دي خرابیږي. زمونږ همدا کار دي.

پنډ سپک و. ورجګ مې کړ.

اوس نو دادی ماښام دی. لمر په پخواني طرف وغورځیده. هماغه پخوانی کلی دی، د خټو کورونه دي، د ماښام لوګی له کورنو پورته کیږي. د تیرو ماښامونو په څیر ماښام دی. جوماتونه هماغه دی، خو ازانونه پکې نشته، د کلي د منځ میدان چې پخو به له ماشومانو ډک و او لوبې به يي کولې، اوس پکې څوک نشته. د جومات په خوله کې به چې تر جمعې وروسته ګڼ تنکې زلمي راټولیدل او ظهورجان کاکا به ورته نکلونه کول؛ اوس هیڅوک نه و. کریم دوکاندار هم په سرې مازیګر دوکان تړلی. ملا نشته او نه يي ورته شاګردان يي وظیفه ټولوي. مور مې شړومبې وکړي؛ خو د ګاونډي ماشومان پسي اوس نه راځي او انۍ مې هم ماښام په تنور نه کینې.

دادی کور کې یم او ماسختن دی. پلار مې خبرونه اوري، خو ټول د وژنو او چاودنو خبرونه دي. واړه ماشومان مو داسی ارام دي لکه کومه پیښه چې شوې وې. مور مې بیا بیا پوښتنه کوي چې دا بم چیرته الوتی و، دا خلک چیرته وژل شوي وه او…..
انور خو نن زنګ هم نه دی وهلی، الله ج دی سلامت ساتي. پلار مې ژر راډیو بنده کړه.
درستخوان خور شو، خو څوک د ډوډۍ اشتها نه لري. دوه دوه کپلې مو وکړي او بس.

سهار دی او له کوره دادی راوځم او ښار ته راځم. هر څه زاړه دي، خلک ساه اخلي، ژوندي یو؛ خو د ژوند خواږه مو جګړه مارو وژلي دي.