تبـصــره

ليکوال: پوهيالی عزيزالله صديق

تبصره

تبصره په لغت کې بينا کولو او روښانولو ته وايي او په اصطلاح کې د مهمو سياسي او غير سياسي پېښو سپړنه، روښانه کول او څېړنه ده، چې د ډله ييزو اطلاعاتي رسنيو له لارې لوستونکو، ليدونکو او يا هم اورېدونکو ته وړاندې کېږي. تبصره معمولاً په هغه مسايلو ليکل کېږي، چې د خبر په چوکاټ کې، مخکې له مخکې خپاره شوي وي. خو دغه مسايل لا ډېرو څېړنو ته اړتيا ولري.

د هغو څېړنو په استناد، چې په دې اړه د ژورنالېزم پوهانو تر سره کړې دي؛ تبصره له نن څخه څه باندې دوه زره کاله پخوا د روم د يوه امپراطور جوليوس سزار له خوا وليکل شوه. نوموړي امپراطور به خپل يادښتونه د کومېنټري په نوم ليکل، چې دا اصطلاح زموږ په ژبو کې اوس مهال د تبصرې په نوم يادېږي.

وروسته په اروپايي مطبوعاتو کې تبصره د يوه مستقل ژانر په توګه د اتلسمې ميلادي پېړۍ په دويمه نيمايي کې په انګلستان کې منځته راغله، چې په تعقيب يې د (۱۹) مې مېلادي پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ختيځې اروپا په هېوادونو کې د آزاد ژانر په توګه په مطبوعاتو کې ځای ومونده.

په افغانستان کې په کال ۱۸۷۳ زېږديز کې تبصره د لومړي ځل لپاره د شمس النهار په جريده کې خپره شوه، چې په تعقيب يې په کال ۱۹۱۱ زېږديز کې په سراج الاخبار کې خپلې پختګۍ ته ورسېده.

د تبصرې موخې:

لکه څرنګه، چې مخکې مو وويل، تبصره معمولاً په هغه مسايلو باندې ليکل کېږي، کوم چې د خبر په بڼه مخکې له مخکې خپاره شوي وي، نو دې ټکي ته په پام سره ويلای شو، چې تبصره هغه ګُنګ (مبهم) مسايل چې په سمه توګه وضاحت ونه لري، ليکل کېږي او د مقابل لوري پوښتنو ته په تحليلي توګه وروسته له تحليل او د نتيجې په توګه وړاندې کوي.

په دې توګه د لوستونکو، اورېدونکو او ليدونکو قناعت حاصلوي. نو له دې کبله دې پايلې ته رسېږو، چې تبصره د خپل تحليلي خصوصيت په لرلو سره لومړی فاکټونه ذکر کوي، وروسته يې تحليل او تجزيه کوي او نتيجه يې لوستونکو ته وړاندې کوي، څو د هغوی قناعت پرې حاصل شي.

تبصره ليکونکی څوک دی؟

۱- تبصره ليکونکي هغه کسان دي، چې تر هر څه لومړی د تحليل وړتيا ولري، حقايق، ارقام او شمېرې تحليل کړای شي.

۲- تبصره کوونکی د هغه بزګر په مثال دی، چې وروسته له قلبې ځمکه د کر او کروندې لپاره تياروي؛ په همدې توګه تبصره کوونکی د خلکو ذهنونه د يوه فکر د منلو لپاره تياروي.

تبصره کوونکی علت او معلول بايد تشريح کړای شي او په خپله تبصره کې بايد تل ددې په هڅه کې وي، چې د (ولې؟) پوښتنې ته ځواب ووايي.

تبصره کوونکی بايد هغه تجربه لرونکی کس وي، چې منطقي وړاندوينه وکړای شي. همدارنګه تبصره ليکونکی د تبصرې د ليکلو په تکتيکونو بلد وي او تر څنګ يې د هېواد ملي ګټو ته متعهد وي.

د تبصرې جوړښت: عموماً ټول تحليلي ژانرونه د څلورو برخو لرونکي دي، چې په لاندې ډول بيانېږي.

۱- عنوان:

سرليک يا عنوان په لومړي قدم کې د تبصرې پيغام مقابل لوري ته تفهيموي او مقابل لوری (لوستونکي، اورېدونکي او ليدونکي) د هغې په لوستلو سره تصميم نيسي، چې دغه تبصره ولولي او که نه، طبعي خبره ده، جې سرليک سليس او روان وي او بايد د تبصرې له روحيې سره په ټکر کې نه وي.

که ضرورت پېښ شو په ځينو تبصرو کې نور سرليکونه هم د بغلي او يا هم (رو عنوان) په ډول راوړل کېږي؛ څو لوستونکي مرحله په مرحله د تبصره ليکونکي اصلي موخې هدايت شي. سرليک نه بايد دومره اوږد وي، چې اصلي موخه پکې ورکه شي او نه هم دومره لنډ، چې هېڅ مفهوم ونه لري.

۲- افتتاحيه (Lead):

دغه برخه له سرليک څخه وروسته پخپل ځای له خورا اهميته برخمنه ده. پدې برخه کې چې اصلاً د تبصرې لومړی پاراګراف دی؛ د تبصرې مهم عناصر ليکل او ځای په ځای کېږي. د تبصرې د دغه برخه د مقابل لوري مغز ته په اصطلاح سره چنګک اچوي او لوستونکي تصميم نيسي، چې د تبصرې لاندې برخې هم ولولي.

۳- متن:

دغه برخه، چې د تبصرې د ملا تير ګڼل کېږي؛ په حقيقت کې د سرليک انکشاف دی. په سرليک کې خلکو ته وعده ورکول کېږي، په متن کې په اثبات رسول کېږي. په دې برخه کې حقايق ارقام او احصائيې ذکر کېږي، وروسته له تحليل نه نتيجه ورڅخه اخيستل کېږي. نقل قولونه د علماوو، کارپوهانو نظريې، د حکومتي چارواکو څرګندونې، په دغه برخه کې ځای په ځای کېږي.

۴- پايله:

دا د تبصرې ډېره مهمه برخه ده، په دې ځای کې د تبصرې نچوړ د متن څرګندونو ته په پام سره په لنډه توګه بيانېږي، ددې لپاره چې د تبصرې په اړه په خپلو پورتنيو څرګندونو مو ښه ځانونه پوهولي وي، اجازه راکړئ، چې په لاندې توګه دغه مسئله؛ د تاسو قدرمنو دوستانو مخې ته ږدم. د ژورنالېزم ځينو پوهانو ددغې موضوع د ښه پوهاوي په موخه لاندې فورمول وضع کړی دی.

الف- هی! (Hay!) ب- تاسې! (You!)

ج- وينئ! (See!) د- بنا پردې: (So:)

هی! (Hay!):

 

دغه برخه کېدای شي، چې د تبصرې افتتاحيه هم وبولو او يا هم سرليک ورسره شريک کړو. په دې ځای کې د تبصرې ډېرې جذابې څرګندونې چې د هغې په لوستلو سره مقابل لوری ټکان وخوري او ياهم تعجب وکړي. حتمي نه ده، چې دلته د هی کلمه ذکر کړو، بلکې هدف دادی، چې ټکان لرونکې جملې دلته ذکر شي. څو لوستونکي مو تر خپل اغېز لاندې راوستلي وي او هغه مو دې ته اړ اېستلي وي، چې د متن برخه هم ولولي. د تبصرې په دې ځای کې کېدای شي، نقل قولونه، متلونه د ليکونکي د خپل فکر يوه جذابه جمله او يا هم داسې نور څه ذکر کړو، چې لوستونکي په ناخبره توګه د تبصرې تر پايه له ځان سره ملګري وساتو.

تاسې! (You!):

دا هغه برخه ده، چې لوستونکي د هغې په لوستلو سره فکر کوي، چې د تبصرې د ليکلوال مخاطب په مستقيمه توګه زه يم.که په دې ځای کې د تاسې د کليمې ذکر هم ونه شي؛ څه پروا نه لري، خو بايد په حتمي توګه د ليکنې روحيه داسې برابره وي، څو لوستونکي او اورېدونکي فکر وکړي، چې د ليکوال خطاب ماته دی. لکه (اجازه راکړئ، قدرمنو لوستونکو، محترمو اورېدونکو، درنو ليدونکو او…)، دغه برخه په حقيقت کې د افتتاحيې او متن ترمنځ نښلوونکې کړۍ هم ده، چې د افتتاحيې او د متن تر منځ يو منطقي تسلسل ټينګوي.

وينئ! (See!):

په دې ځای کې تبصره کوونکی ټول هغه څه، چې د تبصرې په پورتنۍ برخه کې يې لوستونکو ته وعده ورکړې وه، هغه يې په اثبات رسولي دي. يا په بل عبارت څه يې چې لومړی ذکر کړي دي، هغه يې د دلايلو، حقايقو او شمېرو په تحليل سره د اثبات په ګدۍ کښېنولي دي، يعنې دا چې په غير مستقيمه توګه مقابل لوري ته وايي (وينئ) څه مې چې وېيلي وو؛ هغه مې په ثبوت درته ورسول.

بناء پردې: (so:):

 

دا د تبصرې د نتيجه ګيرۍ يا رانغاړلو برخه ده. په دې مانا چې ليکوال په دې ځای کې هيله لري، چې د خپلو په څرګندولو په اثبات سره يو نوی فکر لوستونکو يا اورېدونکو ته القاح کړي. يعنې څه مې چې وويل؛ د هغو په رڼا کې حقيقت دا شی دی، چې بايد راسره ويې منئ.

يا په بل عبارت دا هغه ځای دی، چې د لوستونکو يا اورېدونکو ذهن دې ته تيار شوی، چې د تبصرې ليکوال خپل هغه اخري نظر چې په خپل ذهن کې يې لري؛ مقابل لوري ته د تبصرې د پايلې په ډول وړاندې کړي.

د تبصرې ډولونه

که څه هم ځينې ژورنالېستان په دې باور دي، چې تبصره نور ډولونه هم لري، خو له هغې جملې نه يې ډېر په دې اند دي، چې تبصره لاندې درې ډولونه لري.

لنډه تبصره

د ورځې تبصره

د اوونۍ (سياسي) تبصره

د تبصرې دغه وېش د شکل، منځپانګې، وخت او مضمون له مخې مد نظر نه دی، په دې بنسټ د ژورنالېزم نور پوهان بيا تبصره په دوه ډوله وېشي:

عمومي تبصره

موضوعي تبصره

د شکل له مخې تبصره: په دې وېش کې کولای شو، چې تبصره په لاندې درېيو ډولونو ووېشو:

اخباري تبصره

تحليلي تبصره

تبليغي ادبي تبصره

د اخباري تبصرې موضوعات:

 

په ټوليزه توګه په دغه ډول تبصره کې، په علمي او ژوره توګه نړيوال علمي، سياسي، اقتصادي مسايل په ځانګړو زماني پړاوونو کې ليکل کېږي.

موضوعي تبصره: دغه تبصره د زمان او مکان له قيد څخه پرته ليکل کېږي، چې په ملي او نړيواله کچه هغه موضوعات په بر کې نيسي، چې د نړۍ په کچه مطرح وي او حجم يې له ۵۰ څخه تر ۶۰ ستونونو پورې وي.

په دې ډول تبصرو کې اصلي عنوان، رو عنوان او داسې نور شرط دي. په تحليلي تبصرو کې په علمي مسايلو نظر اچول کېږي او د پوهانو د مأخذ په بڼه هم کارول کېږي.

تبليغي ادبي تبصرې: دا هغه ډول تبصرې دي، چې په هنري، ادبي، اخلاقي او ذوقي مسايلو باندې ليکل کېږي او د هغې د ليکلو ډول ادبي تبليغي دی.

يو بل ډول تبصره هم لرو، چې د عيني تبصرې په نوم يادېږي او د سياسي مخالفانو په وړاند ليکل کېږي. په دغه تبصره کې د مخالفانو کمزورۍ بيانېږي، او په پای کې هغوی ته ځواب ويل کېږي.

پايله

په پايله کې غواړم، چې لاندې څرګندونې د نتيجې په توګه ستاسو قدرمنو لوستونکو مخې ته کېږدم.

لومړی:

لکه څرنګه چې تبصره د تحليلي ژانرونو له ډلې څخه خورا مهم ژانر دی، نو د ژورنالېزم استادانو او مينه والو ته اړينه ده، چې د هغې د ليکلو په تکتيکونو په علمي توګه؛ څنګه چې پکار ده، ځانونه وپوهوي او ګران محصلان پدې پوه شي، چې تبصره د ژورنالېزم هغه مهم ژانر دی، چې د هغې په وړاندې کولو سره غواړو ډېری هغه څه، چې په خبرونو کې په سمه توګه نه دي روښانه شوي، دلته خلک وپوهوو.

دويم:

تبصره بايد له نورو ژانرونو، په ځانګړې توګه له مقالې سره ګډه ونه بلل شي. زموږ اېډېتران بايد دا وړتيا ولري، چې تبصره او مقاله سره تفکيک کړي.

په پای کې غواړم سپارښتنه وکړم، چې د تبصرې ليکوال بايد؛ منصف، شنونکی، پوه، او په مسلکي اخلاقو مزين شخص وي، څو تبصره مو له مسلکي تېروتنو څخه خالي وي.

اخځليکونه

۱- فانوس، ميرعزيزاحمد، سعيد عبدالرسول، غروال، محمدوحيد، ژانرهای اطلاعی- تحليلی و تبليغی ادبی، ا ۱۴۲۲هـ ق،کابل دولتي مطبعه، پاڼې (۲۸،۳۱).

۲- هڅاند، ګل شريف، ۱۳۸۸هـ ش، مطبوعاتي ژانرونه، خوست.

۳-وفا، محمد داود، ۱۳۸۸هـ ش، د نوي ژورنالېزم بنسټونه، جلال اباد.

۴- اهنګ، محمدکاظم، ۱۳۷۸، اساسهای ژورنالېزم، پېښور، دهکي نعلبندي.

۵- www.benawa.com

سرچینه: #خبرپاڼه