تجربه کتاب کړئ!!

لیکوال:سیدالرحمان عمران

ناپلیون هیل مشهور امریکايي لیکوال او شتمن دی،  د مالي بساینې او فردي بریالیتوب په اړه یې ډیر کتابونه لیکلي دي داسې کتابونه چې د خرځ شویو ټوکونو شمیر یې تر دیرشو او څلویښتو میلیونونو هم اوړي. هغه نه د کوم پوهنتون استاد پاتي شوی او نه هم د کومې تحقیقاتي ادارې غړی، او تر ټولو مهمه دا چې د خپلو کتابونو لپاره یې له رفرنسونو یا مآخذونونه هم استفاده نده کړې، آثارو یې نه یوازي په ژوندوني نړیوال شهرت ګټلی و بلکه  تر مړینې وروسته همدا اوس هم هر کال د نړۍ په ډیرو خرڅ شویو کتابونو کې ځانګړۍ مقام خپلوي تر دې چې همدا تیر کال د نړۍ په لسو ډیرو خرڅ شویو اثارو کې راغی. نوموړی په خپل وخت کې د خپلو اثارو له برکته د امریکا د وخت ریس جمهور روزولټ لخوا په اقتصادي چارو کې ځانګړی سلاحکار هم و ټاکل شو. هغه یوې بیوزلې کورنی کې زیږیدلی و، د شپې او ورځې په یوې مړۍ ډوډۍ پسې لالهانده وه، خو وروسته سخت شتمن شو.  خپرونکي اداره یې د ډیري کتابونو په سریزه کې لیکي:  دا داسې کتاب دی چې ساری یې نه  پخوا ساری لیکل شوی او نه به هم وروسته ترې و لیکل شی. یاد کتابونه نه یواځي د ناپلیون هیل لپاره د عایداتو ښه سرچینه شوه له بلې خوا یې د ناپلیون هیل نوم په تاریخونو تاریخونو کې ژوندی و ساته.

بل ((لا تحزن)) نومي کتاب دی چې لیکوال یې د سعودي عربستان مشهور لیکوال دوکتور عایض القرني دی، دا کتاب ددې تر څنګ چې د نړۍ بیشمیره ژبو ته ژباړل شوی یوازي په عربي ژبه کې یې د پیر شمیر تر میلیونونو اوړي.ددې کتاب له خپریدا ډیر کلونه نه اوړي خو د نړۍ د مشهورو کتابونو په لست کې ځای لري. همدا کتاب و چې لیکوال ته یې نړیوال شهرت ور کړ. په همدې ډول ډیر نور کتابونه شته چې د خپلو لیکوالو لپاره نه یواځي د عایداتو شه سرچینه شوې بلکه د لیکوال په شهرت کې یې هم پراخ لاس لرلی دی، خو مونږ یواځي همدا دوه کتابونه د نمونې په ډول یاد کړل.

اوس پوښتنه داده چې ددې کتابونو ددې ټولو بریالیتوبونو تر شا څه دي؟؟ ډیره اسانه ځواب لري راځئ د هغوی له خپلې خولې یې واورو. ناپلیون هیل وايي: ما د خپل ژوند ډیره برخه د همدې کتاب لیکلو ته ځانګړې کړه، د نړۍ تر پنځه سوو زیاتو بریالیو کسانو، میلیاردرانو، سیاسیونو او نورو سره و غږیدم، د هغوی عملي ژوند مې و کوت، بیا مې په خپله  پلی کړ او ترې وروسته مې یې پر بنسټ کتابونه و لیکل. لنډه دا چې ما په خپلو کتابونو کې هغه څه لیکلي چې په ژوند کې مې عملي کړي دي، یعني زما د کتابونو مآخذ خپله تجربه ده نه د بیلابیلو کتابونو غوړچاڼ او یا هم اخیستنه.

دوکتور عایض القرني بیا وايي چې زه په یوه سختې ستونزې کې را ګیر شوم، بیلابیلو غمونو، اندیښنو او تشویشونو په مخه کړم، داسې غمونه چې نژدې و له منځه مې یوسي، هیڅ څیز مې خپل مرستندوی و نه لید، ځان سره به مې ویل چې لدې غمه ژوندی نشم وتلی. خو خدای(ج) راته د خلاصون وسیلې برابرې کړې، داسې وسیلې چې زما ذهن یې اټکل نشونی و. بالاخره د خپلو همدې تجربو پر بنسټ مې دا کتاب و لیکه.

څو  میاشتې مخکې  له یوه ملګري سره میلمه وم، په کوټه کې یې پریمانه کتابونه خواره پراته و، پدې کې د آنلاین ژورنالیزم پنامه اثر په ګوتو راغی. د آنلاین ژورنالیزم موضوع راته په زړه پورې وه، ځکه څو ځله مې ورته سخته اړتیا پیښه شوې وه او د خپلې اړتیا له مخې مې یې په اړه څو بهرني کتابونه لوستي و. د کتاب پاڼې مې اړولې، ډیر موضوعات یې راته اشنا او تر څنګ یې په زړه پوري و، کتاب مې له ملګري امانت واخیست، په کور کې ورته لګیا شوم او ډیر موضوعات مې یې و لوستل. داچې زما ددې لیکنې موضوع معیاري کتاب لیکنه ده نو ځکه د کتاب په محتوا خبره نکوم، راځم اصلي مطلب ته. دا نو راته  داسې افغاني اثر و چې زما ذهن یې قانع کولی شوای او ماته یې هغه معلومات په خپله ژبه را کولی شوای چې له څو معتبرو بهرنیو کتابونو مې را اخیستي و، له بلې خوا د کتاب د مطالعې په بهیر کې مې ځان سره دا احساس کاوه چې لکه داسې څوک راته معلومات را کوي چې پوره په موضوع برلاسی دی، یعني په لوستونکي یې ځان منلی شوای چې متاسفانه ډیر لیکوالان پدې چاره کې نه بریالي کیږي او لوستونکي پوهیږي چې کتاب یې لیکلی خو متاسفانه چې په موضوع یې ښه سر ندی خلاص. ددې کتاب لوستنې دې موضوع ته زما فکر کړ چې واقعا هغه کتاب چې له تجربو و لیکل شي له هغه کتاب سره ډیر توپیر لري چې له څو بیلابیلو کتابونو را غونډ شوی وي او د کتاب پنامه خپور شوی وي.

خبره نه اوږدوم راځئ په هغو څانګه کې کتاب لیکنې ته مخه کړو چې کافي تجربه پکې لرو، عمليي کار مو پکې کړی و، او یا هم په ژوند کې په یوه ډول ورسره په اړیکه کې پاتي شوي یو. د لیکنې په سر کې مو د نړۍ دوه مشهور کتابونه د بیلګې په ډول وړاندې کړل، دواړه لیکوالان د خپلې لیکنې د بریالیتوب راز دا په ګوته کوي چې ګني لیکنې یې  د ژوند د عمليي تجربو او یا څیړنو محصول دی، په یوه ډول له اړوندو موضوعاتو سره په اړیکه پاتې شوي او وروسته یې ترې کتاب لیکلی. د  ((آنلاین ژورنالیزم)) کتاب  هم له همدې ډول تجربه لیکل شوی، لیکوال هلته تر ډیره له خپلې تجربې غږیږي څه چې وړاندې کوي عملا یې پکې کار کړی، ځکه نو کتاب یې د لوستونکي په ذهن خپسه لګوي،  ذهن قانع کوي او لوستونکي ته دا خبره ور غبرګه وي چې لیکوال په موضوع بشپړ تسلط لري او ښه پرې پوهیږي.

په وروستې لسیزې کې په افغانستان کې کتاب لیکنې او کتاب ژباړنې ته پام ډیر شو، په هره برخه کې یو شمیر کتابونه و لیکل شول او یا هم و ژباړل شول. خو ځینو ټکو ته پام و نشو او یا هم د ځینو خاصو دلایلو له امله له پامه و غورځول شول،هغه دا چې څوک کتاب و لیکي؟ او کوم ډول کتاب ولیکي؟ ژباړن یا لیکوال څه ځانګړنې و لري؟ ایا یو ژباړونکی په هره برخه کې ژباړه وکړي؟همدې مسایلو ته نه پام د کتابونو کیفیت خورا را ټیټ کړ چې پدې توګه نه یوازي د لوستونکیو د اړتیا په رفع کولو کې مرستندوی نشول بلکه په ډیرو حالاتو کې یې لوستونکي د افغاني لیکوالانو په کتابونو بې باوره کړل. خو (انلاین ژورنالیزم) داسې ندی، زه د یوه داسې چا په توګه چې پدې برخه کې مې یو شمیرمعتبر انګلیسي اثار لوستي دا دعوه کولی شم چې آنلاین ژورنالیزم اثر تر ډیره له یادو بهرنیو اثارو سره سیالي کولی شي. په لومړی ځل مې ډیر هغه څه چې له یادو سرچینو اخیستي په خپله ژبه کې و موندل. ملګري ته مې وویل چې که دا کتاب مې پخوا پیدا کړی وای یقینا چې یادو کتابونو ته به مې اړتیا نه و پیښه شوې.

د ښاغلي ایمل پسرلي تجربه افغان لیکوالانو ته د خپل سیال لیکوال له لوري یوه بریالی تجربه هم ده هغه دا چې که زمونږ هر لیکوال په خپل کاري ساحه کې کتاب و لیکي ډاډه یم چې اثر به یې تر ډیره معیاري او یو ټولمنلی اثر شي.پدې توګه به نه یواځي لوستونکي، محققین، استادان او نور له بهرنیو اثارو تر ډیره بې نیازه شي له بلې خوا به د معیاري کتاب لیکنې دود هم پیاوړی شوی وي. هر لیکوال به هڅه کوي  په همدې لاره پل کښیږدي او لیکنه و کړي، همدا اوس مونږ په زیاتیدونکي توګه لدې ستونزې سره مخ یو، یو ډاکټر د ملاریا په برخه کې کار کوي، مخکې یې هم کلونه کلونه یې په همدې څانګه کې کار کړی، لدې اړخه د مرض په هرې ستونزې او حل لارې خبر دی، خو را جګیږي د قلبي ناروغیو په اړه کتاب لیکي، داسې کتاب به بې له شکه د معیار له پلوه ستونزې  لري. خو که همدا طبیب په ملاریا څه لیکي نه به یوازي د کتاب لیکنه ورته اسانه وي له بلې خوا به یې یو ګټوراثر ټولنې ته وړاندې کړی وي.

اوس نو که غواړئ اثار مو د خلکو زړونو ته لاره و کړي، په رښتیا مو د خپلې ټولنې په علمي او فرهنګي وده کې مرسته کړي وي او ددې ټولو نه ور هاخوا کافي شهرت مو هم ور سره تر لاسه کړی وي راځئ د خپلو تجاربو له مخې هغو برخو کې کتاب و لیکو چې کار پکې کوو، تجربه پکې لرو، او تر ډیره یې په ژورو بلد یو.