د کورنیو چارو وزارت وایي، تخار ولایت کې د عملیاتو پرمهال ۱۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخار ولایت پولیسو تیره ورځ د هوایي ځواکونو په ملتیا اشکمش ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د یو قومندان په ګډونه ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي .
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.