ترازو / له پنده ډکه کيسه

 

وایي چې …!!

سلطان محمود غزنوي خپل ورور بهلول ته وویل چې ولاړ شه د قصابانو د ترازو تیږې چې غوښه پرې تلي، وګوره که د چا ډبره کمه وه له ځانه سره یې راوله چې سزا ورکړو.

بهلول ومنله، بازار ته روان شو، د اول قصاب تیږه یې چې وکتله ډېره کمه وه ، له قصابه یې پوښتنه وکړه ، ژوند دې څنگه تېرېږي؟

قصاب وویل ، نن وي که سبا خلک به واوري چې دا چاړه به مې په پله سینه کې ننه ايستلې وي، له ژونده همدومره په تنګ یم!

بهلول ترې روان شو، د دويم قصاب کاڼی چې يې وکوت، دغه هم تر خپلې اندازې يو څه کم وه.

بهلول پوښتنه ترې وکړه ، ژوند څنګه تېرېږي؟

قصاب په ژړا شو، ویل یې کاشکې خدای پاک بېخي نه وای پیدا کړی. ډېر خراب، ستړی، نارامه او بې‌عزته ژوند مې دی!

بهلول ترې روان شو.

د درېیم قصاب تیږه یې وکتله، وزن یې پوره و.

له قصابه یې وپوښتل؛

ژوند څنګه تېرېږي؟

قصاب وویل؛ شکر الحمدلله ډېر ښه ژوند مې دی، تر ډېرو خلکو مې اولادونه، ښځه، کور، مال او ملک ښه دی، ډېر خوشاله یم!

بهلول ترې روان شو، کله چې سلطان محمود ته ورسېد، سلطان پوښتنه ترې وکړه؛ د قصابانو تیږې څنګه وې؟

بهلول وویل؛ د يو څو قصابانو تیږې کمې وې!

سلطان وویل؛ نو ولې دې رانه وستل چې سزا مو ورکړې وای؟

بهلول وویل؛ خدای ج سزا ورکوله، د چا چې تيږې کمې وې، ښه ورځ يې نه درلوده.

نن ورځ چې د مسلمانانو حالات په دنیا کې سم نه دي ، همدې ته ورته داستانونه لري ، اکثریت خلک مو په دنیوي ژوند کې صادق ، رښتیني او صفا زړونه نلري.