ترکي ولسمشر اردوغان له ځینو دوسيو سره امريکا ته ځي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان سبا سه ‌شنبه واشنگټن ته روانېږي، هلته به له خپل امريکايي سيال سره پر ځينو مسايلو خبرې وکړي، چې «خارداره بلل شوي» دي او هڅه به وکړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سړې اړيکې يو ځل بيا سمې کړي.
اردوغان وايي، واشنگټن ته د ده سفر «د نوو اړيکو پيل» دی. دواړه هېوادونه د ناټو ايتلاف غړي دي او زياتوي، چې متحده ايالتونه لا هم په داسې پړاو کې ده، چې بايد په اړيکو کې ورسره احتياط وشي.
د ترکيې ولسمشر هيله ‌من دی، چې خپل امريکايي سيال به په هغو خبرو قانع کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ لامل شوي او د ټولو په سر کې له کردي ډلو سره د امريکا مرسته ده، چې ترکيه يې ترهگرې بولي، خو واشنگټن ټينگار کوي، چې دغو ډلو سره يوازې د داعش ځپلو په موخه مرستې کوي.
رويټرز خبري اژانس وايي، چې انقره له تېرې څه مودې راهيسې کردي ډلو سره د امريکا په مرستو نيوکې کوي. د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش اوغلو تېره اوونۍ ویلي و، چې د سوريې کردي ډلو سره د امريکا مرستې د دواړو هېوادونو په اړيکو ناوړه اغېز کوي او دغه ډول مرستې د ترکيې لپاره گواښ دي.
د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم د سوريې کردانو سره د امريکا مرستې تېروتنه بولي او زیاتوي، د ولسمشر اردوغان سفر کې به هڅه وشي، چې دغه «تېروتنه» سمه شي.