ترکي ځواکونو په سوريه کې پوځي عمليات پای ته ورسول

د سوريې حکومت مخالفو وسله‌والو د ترکي ځواکونو په ملتيا د سوريې شمال کې جرابلس او الباب ښارونو په گډون يو شمېر سيمې نيولي دي.

د ترکيې لومړي وزير بن علي يلدرم ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو سوريه کې د داعش پر ضد خپل پوځي عمليات پای ته رسولي دي.

يلدرم د ترکيې د ملي امنيت شورا په ځانگړې غونډه کې دا علان وکړ، خو دا يې ونه ويل، چې ترکي ځواکونه به له سوريې بېرته راوگرځي او که نه.

تېر کال اگسټ کې، چې داعش ډله د سوريې په شمال کې د ترکيې پولو ته نژدې شوه، ترکيې اعلان وکړ، چې د خپلو پولو د خونديتوب په موخه يې سوريه کې د داعش پر ضد عمليات پيل کړي دي.

تېره ورځ د ترکيې لومړي وزير د ملي امنيت شورا ته وول: «سوريه کې د داعش پر ضد د روانو عملياتو لومړنۍ برخه پای ته ورسېده او له دې وروسته به نور عمليات د اړتيا پر مهال په بل نوم پيل کړي.»

د تېر کال اگسټ کې د ترکيې جنگي الوتکو او پوځي ټانکونو  سوريه کې د داعش پر ضد عمليات پيل کړل او اعلان يې کړی و، چې داعش وسله‌وال به سوريه کې د ترکيې له پولې سل کيلومټره لرې په شا وتمبوي.

د سوريې حکومت مخالفو وسله‌والو د ترکي ځواکونو په ملتيا د سوريې شمال کې جرابلس او الباب ښارونو په گډون يو شمېر سيمې نيولي دي.

ترکيې ويلي و، چې دغه عمليات د داعش سربېره د ترکيې مخالفو کردانو د پرمختگونو پر ضد هم دي او اعلان يې کړی و، چې د کردي ياغيانو د پرمختگ د مخنيوي لپاره يې هم عمليات پيل کړي او کردي ياغيان به تر خپلو سيمو کې محدود کړي.

د ترکيې ياغي کردان د سوريې د کردانو برخه ده، چې وخت پر وخت د ترکيې په سويل ختيځو سيمو کې پر ترکي ځواکونو او حکومتي ودانيو بريدونه او چاودنې کوي.