ترکیه: د سوریې سرحدي ښار راس العین له سختو بریدونو وروسته نیولی

د ترکیې د فاع وزارت په خپل ټویټر لیکي، چې د راس العین ښار مرکز د سختو پوځي عملیاتو په نتیجه کې په بریالیتوب سره ترکي پوځ نیولی دی.

راس العین ښار د سوریې هېواد د سرحدي سیمو څخه شمیرل کېږي چې د ترکیې پوځ د تېرې شنبې ورځې راهسې پرې سخت بریدونه پیل کړې و.

د ترکیې پوځي عملیات د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې د سوریې کې پیل شول چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ امریکایي ځواکونه له سیمې وایستل.

ټرمپ ویلي چې نور نه غواړي په بې پایه جگړو کې ښکیل اوسي.