ترکیه کې بمي چاودنو ۲۹ تنه وژلي

د ترکیې په استانبول ښار کې پرون شپه د فوټبال له یوه لوبغالي دباندې دوه چاودنې شوي، چې په پایله کې یې ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان دي.

د مرګ ژوبلې شمېر د ترکیې د روغتیا وزیر له رسنیو سره په خبرو کې اعلان کړ.

په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یاده پیښه خواشیني څرګنده کړې او د پيښې قربانیان یې شهیدان بللي.

اردوغان د تېرې شپې چاودنې د تروریستانو کار بللی او ژمنه یې وکړه، چې د تروریستي ډلو د ځپلو لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

دا پېښې د ترکیې د بشیک تاش او بورساپور ټیمونو ترمنځ تر لوبې وروسته شوې دي.