د ترکيې يوې محکمې د اسرائيل د پوځ د څلورو افسرانو پرضد پرانيستل شوې دوسيه وتړله.
یاد څلور اسرائیلي پوځیان په ٢٠١٠میلادي کال کې د کومانډو په هغه وژونکي بريد تورن وو، چې د غزې په څنډو کې شوې وه.
پر دې څلورو پخواني اسرائیلي پوځیانو، چې یو یې د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، په ۲۰۱۲ میلادي کال په غیاب کې د محاکمې پریکړه شوې وه.
خو د قربانیانو مدافع وکیل د قاضي ددې پریکړې مخالفت وکړ او یاده پریکړه یې له وخته مخکې بللې.
د ترکيې نهه تنه فلسطين پلوه فعالان چې يوه يې د امريکا تابعيت هم درلود، هغه وخت ووژل شول چې د اسرائيل کومانډو ځواکونو يې پر کښتۍ حمله وکړه.
د دې دوسيې تړل کېدل د هغې موافقې يوه برخه ده چې ترکيې او اسرائيل د خپلو اړيکو د عادي کېدو لپاره په جون مياشت کې ورباندې موافقه وکړه.