د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو په سوریه کې د دغه هېواد پر عسکرو بریدونه کړی، چې پایله کې یې ۱۰۱ تنه سوریایي عسکر وژل شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې برید کې د سوریې د حکومت یو هليکوپټر، درې ټانکونه او دوه توپونه هم له منځه وړل شوي دي.
ترکیه دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې وړمه ورځ د سوریې پلازمېنه ادلب کې د سوریې له لوري بمبارد کې ۵ ترکي سرتیري ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې له روسیې څخه یو پلاوی د سوریې ادلب ته راغلی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د راپورته شوي جنجال کمولو په تړاو خبري وکړي.