ترکیې هېواد ۲۸ لوړپوړي نظامیان په دایمي بند محکوم کړل

ترکیې ۲۸ لوړ پوړي نظامي چارواکي د ۲۰۱۶ کال په کودتا کې د لاس لرلو په جرم په دایم بند محکوم کړي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې دغه کسان تېره ورځ په ترکیه کې محاکمه شوي دي او ددایمي حبس سزا ورته اورول شوې ده. رسنۍ وايي چې د ورته نورو کسانو محاکمه هم روانه ده او ښايي لسګونه کسان په دایمي حبس محکوم شي. قاضیانو ویلي، چې یادو کسانو د ترکیې د قانوني حکومت پر وړاندې وسله پورته کړې ده او کودتا یې کړې، نو له همدې امله سخته سزا ورته اورول کېږي. په دغه ډله کې تر ډېره د ترکیې د ساحلي ګارد لوړپوړي نظامیان شامل دي.