ترکیې چارواکي وایي، داستانبول پرشپه نیز کلب بريدکوونکی ونيول شو

د ترکيې امنيتي مسوولين وايي، چې د نوي کال په لومړۍ شپه د استانبول اسنيورت سيمه کې پر شپه ‌نيز کلب بريدکوونکی يې نيولی دی.

په دغه بريد کې د يوولسو ترکانو په گډون ۳۹ بهرنيان وژل شوي وو او له اوياوو زيات ټپيان وو.

د ترکي چارواکو په وينا نيول شوی سړی ازبک توکمه دی، نوم يې عبدالقادر مشاريبوف او په ابو محمد الخراساني مشهور و. د عبدالقادر سربېره درې مشکوکې ښځې هم نيول شوي دي.

د دغې پېښې پړه داعش ډلې منلې وه او ادعا يې کړې وه، چې دا بريد يې سوريه کې د ترکي پوځيانو د مداخلې په غبرگون کې کړې وه.

تېره شپه ناوخته د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود جاوېش رسنيو ته وویل، چې بريدگر نيول شوی، خو د نوم او هويت له يادولو يې ډډه وکړه.

حريت ترکي ورځپاڼې د استخباراتي چارواکو له خولې ليکلي، چې بريدگر ۳۴ کلن دی، له اصله ازبک دی او منځنۍ اسيا کې د داعش ډلې غړی دی.

ترکيه د سوريې په شمال اعزاز او ورڅېرمه نورو سيمو کې د داعش پر ضد ځمکنۍ او هوايي جگړې کوي.