تر جنګ سوله ډیر شهامت غواړي!

د ولسمشر غني او طالبانو له خوا اعلان شوی اوربند دومره لنډ دی چې هغه د چا خبره تر پیل له مخه به پای ته رسېږي مګر د سولې د یوې محسوسې علامې له نظره ستر اهمیت لرلای شي.

د اوربند له اعلامه دا نتیجه اخیستلای شو چې د جګړې دواړه غاړې جنګ حل لاره نه ګڼي او د سولې لپاره د تفاهم په فکر کې دي.

خو له بلې خوا جنګ خپل پلویان هم لري. هغوی چې د هیروینو په قاچاق بوخت دي او د جنګ دوام ورته د جرمي اقتصاد د جاري ساتلو امکان برابر کړی دی، ولې سوله وغواړي؟ هغوی چې د جنګ د ادامې په نتیجه کې د حکومت د کمزوري له برکته د ګمرګ په غلا بوخت دي، د کانونو په تالا بوخت دي او په زرګونو جریبه دولتي زمکه یې غصب کړې ده، د جنګ له ختمېدو ولې په تشویش کې نه وي؟ ایران چې د امریکا له فشارونو سره مخ دی، په امریکا باندې د متقابل فشار د اچولو لپاره ولې په فراه کې جنګ ونه غواړي؟ پاکستان چې د تروریزم په خلاف جګړه کې هر کال په سلګونو او میلیاردونو ډالر جیب ته اچولي دي، د افغانستان سولې ته ولې زړه ښه کړي؟

جنګ خپل دوستان او سوله خپل دښمنان لري او همدا علت دی چې اوربند مدیریت غواړي او د دواړو غاړو هوښیاري او متانت غواړي.

د اوربند د خرابولو ډیره اسانه لاره دا ده چې په دغو ورځو کې له نامعلومو لوریو خونړۍ حملې وشي او د اعتبار پیدا کېدو ته امید په سین لاهو شي.

په فکري او تبلیغاتي لحاظ د سولې د پروسې او د اوربند د بې اهمیته کولو طریقه دا ده چې شکونه بیان شي او پیغورونه پیل شي. پرون مې په یوه تلویزیون کې د یو چا خبرې اورېدې چې په ظاهره د جنګ مخالف و خو په خبرو کې یې په دې ټکي زور اچاوه چې طالبان نور د جنګ ګټلو ته تمه نه لري او د خټو پوزه غواړي نو ځکه یې اوربند ته غاړه کیښوده.

د اوربند د اعلام په نتیجه کې سولې ته پیدا شوی امید په مختلفو طریقو تخریب کیدای شي چې پکار ده دواړه غاړې تدبیر هیر نه کړي او د بې ځایه احساساتو تر اثر لاندې رانه شي.

حقیقت دا دی چې په افغانستان کې اصلي کامیابي صرف د هغو کسانو او هغو ډلو په نصیب ده چې د دې خونړۍ او وحشیانه افغانستان ضد او مسلمان ضد جګړې د ختمولو لپاره لاس په کار شي. د جګړې فتحه په حقیقت کې فتحه نه ده. اصلي فتحه دا ده چې له مقابل لوري سره تفاهم حاصل شي او د افغانستان اصلي مالکان یعنې د افغانستان خلک د ژوند کولو فرصت ومومي.

د جګړې لوري باید په دې پوه وي چې سوله تر جګړې ډیر تدبیر او ډیره قرباني غواړي. دا اسانه ده چې هغه څوک دې وغندي چې دښمن یې ګڼې خو دا سخته ده چې خپل دوستان دې وغندي. د سولې په لاره کې دا خطر ډیر دی چې نژدې دوستان ګیله من شي او ان بې همته ورته ښکاره شې خو اصلي همت او اصلي شهامت دا نه دی چې وینې وبهول شي بلکې دا دی چې د اوښکو د وچولو غم وکړو.

مخلص- دعوت میډیا