تر طالبانو وروسته پاکستان هم د سولې په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې وستایلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ټرمپ وروستیو خبرو کې نرمښت ستایلی دی او ویلي یې دي، چې د افغان او سیمې سولې په موخه هر اړخیزه همکارۍ ته تیار دي.

تر دې وړاندې طالبانو هم د سولې خبرو بیا پیل په اړه د ټرمپ وروستي دریځ ته هرکلی ویلی وو.

وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابل ته په یو نا اعلان شوي سفر راغی، او بګرام کې یې بهرنيو ځواکونو ته د وینا پر مهال وویل، چې طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شوي، نو سم د لاسه طالبانو د ټرمپ څرګندونو هرکلی وکړ، او دوی هم د سولې خبرو دوام په موخه د چمتووالي خبر ورکړ.

اوس تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ستایلي دي.

قریشي ویلي، د جګړې ښکېل لوري باید په خبرو کې نرمښت وښيي او زیاتوي، پاکستان د افغان او سیمې سولې لپاره هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی.

د ده په خبره، دوی د ټرمپ له دې څرګندونو هرکلی کوي چې غواړي افغان جګړه له سیاسي لارو حل کړي او زیاتوي د جګړې ښکېل لوري باید په خبرو کې نرمښت ښکاره کړي.

پاکستان داسې مهال د افغان سولې په برخه کې یو ځل بیا د هر اړخیزه همکارۍ ټټر وهي، چې تر ډېره خپله پاکستان، د نړیوالو له لوري د ترهګرو په ملاتړ تورنیږي او د افغان جګړې په پای ته رسولو کې یې تر دې وړاندې هم ژمنې کړي، خو ژمنې یې د کاغذ پر مخ پاتې دي.