تر نیم مېلیون ډیر افغانان د نشه یي توکو له عوایدو ګټه اخلي

د افغانستان د څېړنې او ارزونې اداره وايي، چې نيم مېليون افغانان د نشه یې توکو پر کرنې، توليد او قاچاق بوخت دي او له دغې لارې به ترلاسه شوي عاید خپل ژوند چلوي.

د دغې نوې څېړنې پر اساس د سولې په روانو مذاکراتو کې د نشه یي توکو ستونزه له پامه غورځول شوې په داسې حال کې چې د نشه یي توکو کاروبار د سولې په هر ډول احتمالي تړون اغیز لري.

په هېواد کې په زرهاو کسان د کوکنارو پر کښت او د نشه یي توکو پر توليد او قاچاق بوخت دي او له دغې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

د ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا په بېلابېلو خپرو شویو راپورونو کې د نشه یي توکو کاروبار د طالبانو تر ټولو لويه مالي سرچينه ښودل شوې ده.