تر واده وروسته د بریالي ژوند راز

ښایي په دې اړه ډېرې لیکنې شوي وي، خو زه یې هغه لیکم چې بیخي نه دي لیکل شوي او یاهم ښایي بې ارزښته بلل شوي وي خو په حقیقت کې د کورنیو ستونزو یوازنی لامل وي.

مهمه خبره دا ده چې تر ټولو لمړی د کورنۍ د غړو( مور، پلار، ورور،مېرمنې ،وریندارې…) او نورو حقونه وپېژنئ!

تر کوژدې او واده وړاندې:
تر واده کولو وړاندې د میرمنې او خسرګنۍ په ټاکنه کې محتاط او په دې برخه د هغو کسانو مشورو ته غوږ شئ، چې د بریالي او خوږ ژوند تجربه لري.

۱: د پښتو متل په اساس( له خپلې بړستنې سره پښې وغځوئ) ټاکنه وکړئ. داسې نه چې تاسې بې سواده یاست او ټاکنه مو ډاکتره یا د کوم بل مسلک والا وي. لمړی خو ښایي ستاسې دغه غوښتنه ونه منل شي، خو که داسې و هم شي، ښایي د میرمنې له غوښتنو سره ستاسې ترڅنګ ستاسې کورنۍ هم غبرګون وښایي. ځکه په افغاني ټولنه کې هم کورنۍ په څو ډلو ویشل شوي او هره ډله جلا دودونه لري چې ښایي ستاسې تر وس پورته خبره وي. نو تاسې هم خپلې کورنۍ، موقف، سواد او ستاسې د کورنۍ له لوري وضع شویو محدودیتونو ته په کتو له دغو ډلو خپله جوړه وټاکئ.

۲: که مین یاست او یاده کورنۍ ستاسو د کورنۍ د غړو خوښه نه وي اویا مو معشوقه ستاسو د کور د خبرو او کارونو جوګه نه وي، نو په دې نه ارزي چې تاسې دې د یو انسان لپاره ټوله کورنۍ،کلی او خپلوان ترک کړئ. پر ځای یې خپلې معشوقې ته و وایاست: پر تاسو مې نه لوریږي چې له ما سره تریخ ژوند تجربه کړئ. ځکه واده یوه شپه نه ده چې سبا شي.

۳: که تر واده وړاندې مو له مېرمنې سره ټلیفوني او یا نورې اړیکې لرئ، هڅه وکړئ، ډېر وخت ورسره تېر نه کړئ او مهمه دا چې تر خپل حد وانه وړئ. تر ډېره د راتلونکي په اړه خبرې وکړئ او د وزګارتیا او بوختیاوو مهالوېش مو ورته و وایاست.

تر واده وروسته:
۱: له وړاندې مو د کورنۍ له غړو سره حساب کتاب وکړئ، او ستاسې په ګډ ژوند کې دبې ځایه لاسوهنې نه کولو په اړه ژمنه ترې واخلئ او میرمنې ته مو هم د کورنۍ دغړو ټول خویونه و وایئ او پر وړاندې یې دچلند چل ور وښایاست. د هغوی د حساسیتونو، ستاسې د کورنیو محدودیتونو په اړه ټول حقایق ورته و وایاست.

۲: که د کور مشر یاست نو تر واده وروسته مور او پلار ته په درناوي کورني مسئولیتونه و ویشۍ. تر څو د ستونزو پر وخت ملامت سلامت وپېژنۍ. په دغه ویش کې ضمني خبره دا اضافه کړئ، چې د خپل مسئولیت ادا کولو وروسته مرسته کول هم ښه کار دی او د کورنۍ د کوم غړي نشتون په صورت کې باید د تللي کس مسولیت ته اشر وشي.

۳: د کورنۍ د غړو په منځ کې متقابل درناوی دود کړئ. که امکان لري ټول په یوه دسترخوان ډوډۍ خوړول ته سره ټولیږئ او د مور او پلار ځانګړی خیال ساتئ. ترڅنګ په کور کې یو داسې کس پیدا کړئ چې هووسانه پخوونکی وي او د جمعې او یا نورو رخصتیو او خوښیو ورځو کې درته ځانګړي خواړه پاخه کړي.

۴: که په ګډ کور کې اوسئ، نو د کور د مصارفو بودیجه مالومه کړئ او په میاشتني ډول یې د کور مالي مدیر( مور، پلار…) ته وسپارئ. ترڅنګ یې بې معاشه سړی د کور له مصارفو معاف کړئ او که مو میاشتنی جېب خرچ ورکړ دابه مو اړیکې نور هم خوږې کړي.

۴: ماشومان چې په اکثرو کورنیو کې د جنجال سرچینې دي، له لمړیو مو ماشومانو ته د دیندارۍ، یوالي، درس لوستلو، ښه راتلونکي، یو بل ته درناوي( په ښه نوم یادولو) درس ورکړئ.

شخصي اړیکې:
د ګډ کور د اړیکو او مسئولیتونو ترڅنګ، خاوند او مېرمن هم په خپلو کې کله ناکله په جنجال سره اوړي.

۱: دخاوند او مېرمنې د ښو اړیکو راز په متقابل درناوي او باور کې نغښتی دی. هڅه وکړئ، له ناسم چلند او بې ځایه قهرېدو ډ ډه وکړئ، زړه یې وساتۍ او هیڅ کله یې د پلار له کوره مه منې کوئ، خو دا هم مه ورته وایاست چې، ته زما له خوا د هرڅه واک لرې. پر ځای ورته و وایاست چې: هرڅه باید په مشوره ترسره کړو.

۲: ژمنه وکړئ، چې خپله مېرمن به د خسرګنۍ د ظلمونو له کبله چې له تاسې سره یې د واده یا کوژدې په دوران کې کړي، نه قرباني کوئ. ځکه ستاسې واده او کوژده ستاسې او ستاسې د خسرګنۍ ترمنځ د منل شوي تړون پر اساس شوی. کوښښ وکړئ تر واده وروسته دا هرڅه هیر کړئ.

۳: کوښښ وکړئ، مېرمن مو درک کړئ، له خویونو او عادتونو سره یې بلد شئ، د تېر ژوند خوږې ترخې ترې وپوښتۍ او وروسته د ځان د خویونو، حساسیتون او نورو په اړه مالومات ورکړئ.

۴: د مېرمنې په شخصي بیک، سینګار میز او نورو توکو کې د هغې له اجازې پرته ګوتې مه وهئ. دخپلو اسنادو لپاره ځانګړی بکس غوره او یوه کیلي مو مېرمنې ته هم ورکړئ، ترڅنګ یې هغه مسایل او مسئولیتونه چې ستاسې په مېرمنه پورې اړه نه لري، له ځانه سره یې د راز په توګه وساتئ.

۵: د خپلې مېرمنې حساسیتونه درک کړئ، که پر نشیي توکو: نصوارو، سګرټو او نورو روږدي یاست او مېرمن مو ورسره حساسیت لري، ترک یې کړئ او که یې نشۍ پرېښودای، کم یې کړئ او که بیا بیخي پوخ عملي یاست نو له کوره بهر یې وکاروئ.

۶: که په ښار کې اوسئ او امکانات لرئ، نو د اولاد په اړه تر تصمیم وړاندې مو خپل او د مېرمنې اړین معاینات ترسره او د روغتیا پالانو سپارښتنو ته په کتو اقدام وکړئ.