ځينې کسان له دندو ګوښه کړل شي، ولس يې نه غواړي، خو بيا يې هم دواړې پښې په يوه پايڅه کې ننهايستې وي، په وچ زور کلي کوي او خبره نه مني. نه د خلکو غوښتنو ته ګوري نه د حکومت پرېکړې ته، خو د هندې سېنما بېباکه فلمي ستورې سنيلېون داسې نه ده.
سنيلېون په دې ډېره مشهوره ده چې زیات جرات لري، خو تازه له خپلې یوې ډېرې مهمې پرېکړې په شا شوې ده.
کیسه داسې ده چې تمه وه د کال په وروستیو کې شپو کې به هغه د بنګلور په کرناټکا ښار کې یوه ننداره وړاندې کړي، خو هلته یې پر ضد پراخ لاریونونه وشول.
لاریون کوونکیو ویل، سنيلیون ته اجازه نه ورکوي، ځکه هغه یې د کلتور او عنعناتو دښمنه او ضد ده.
کيسه تر داسې ځايه ورسېده چې لاریون کوونکیو ګواښ وکړ، که سنيلېون نندارې ته راشي، دوی به ځانونه ووژني.
تر دې ګواښ وروسته د بنګلور پولیسو امنیت سخت کړ، خو خپله سنيلېون ویلي، نه غواړي څوک د دې له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا هم ورته ګواښ پېښ شي، ځکه په دې ښار کې خپل پرواګرام منحلوي او نه غواړي ننداره جوړه کړي.