تصادفي مديران کوموخلکو ته ويل کيږي ؟

ليکنه : سميع الله فايق

تصادفي مديران هغه مديرانوته ويل کيږي چې ديوتصادف (اتفاق)له مخي دمديريت پوست ته رسيدلي وي چې دلاندې ځانګړتياوو لرونکي وي٠

١:تصادفي مديران دادارې کارکوونکي تهديدوي اوهميشه فکرکوي چې نورخلک به دده ځاې ونيسي

٢:تصادفي مديران ويشل شوي (پراګنده)تصاميم نيسي اوددوي په تصاميموکې نظم اواوترتيب نه ښکاري کله په يوکارباندې ډېرتمرکز کوي اوکله يومهم کارته هيڅ توجه نکوې

٣:داچې تصادفي مديران دخپل مديريت په رشته کي تخصص نلري نوددوى تصميمونه هم خپل نه وي اوتصاميم يى هم زر زر تغيريدونکي وي اوددوى تصميم دهغه وروستي کس خبره وي چي دده له دفترنه وتلى وى په عامه معنا هرچاچې څه ورته وويل اوڅودقیقې وروسته که بل چا بل ډول ورته وويل نظريى بدليږي

٤:تصادفي مديران بي سنجشه تصاميم نيسې افراد په اسانۍ سره استخداموي اوپه اسانۍ سره يى لرې کوي په سادګۍ سره افرادوته ارتقاورکوي اويايې رتبه ټيټوي دوي اوږدمدته ستراتيژي نلري اوتصاميم يي دباور وړ نه وي

٥:تصادفي مديران دجاسوسۍ له نظام سره ډيره علاقه لري دوى هڅه کوي دادارې هرکارمندورته راشي اودنوروکارمندانو رازونه ورته افشا کړي دځان نه لوړو مديرانو ته دټيټوکارکوونکو شکايتونه کوي٠

٦:ددي ډول مديرانوډيرتمرکز پدې وي چې ميزيى بايدلوى اوعصري وي چوکۍ يى عصري وي دفتريى بايد لوکس او لوي وي پرځاي ددې چي کارونه معياري کړي اوستندردونه رامنځ ته کړي٠

 

داډول مديران هيڅ پرمختګ نشي کولاى اوټول عمربه اداره په اداره ګرځي