تصمیم نیول

ژباړه: فریدالله منګل

یو سړي ډېرې ځمکې درلودې، او یو تکړه او زحمت‌کشه بزګر یې درلود. د بزګر د سخت کار له امله د کروندې محصولات ورځې تر بلې ډیریدل، چې بلاخره د کروندې مالک د بزګر له دې خوارۍ ډېر متاثره شو او بزګر ته یې په خپله کاري دنده کې ترجیح ورکړه، او خپل مشاور يې وټاکو. اوس د بزګر دنده دا وه، چې باید یواځې ښه او بد کچالو سره بیل کړي.

له بزګره د کاروندې د مالک تمه د پخوا په شان وه، چې د ورځې په پای کې به بزګر په سم ډول کچالو سره ویشلي وي؛ خو تر ماښامه بزګر هیڅ هم نه و کړي او ټول کار همداسې پاتې و. د کاروندې مالک په حیرانۍ له بزګر د علت پوښتنه وکړه، بزګر وویل: زه هیڅ د ښه او بد کچالو تر منځ توپیر نه شم کولی، او دا پریکړه مې له وسه نه ده پوره چې کوم یې ښه او کوم یې بد دي.

د دې کیسې موخه دا ده، چې سخت کار کول او د یو کار په اړه پریکړه او تصمیم نیول دوه بېل شیان دي. کاریګر ټوله ورځ د تصمیم نیونې په اړه فکر وکړ خو هيڅ کار یې ونه کړ. شاید هغه د ناسمې پریکړې په اړه اندیښمن و، خو دا چې هغه هیڅ پریکړه ونه شوه کړای؛ نو سراسر یې تاوان وکړ.

ځینې وخت خلک په تصمیم نیونه کې افراطي فکر کوي، چې بلاخره د ویرې هيڅ تصمیم نه شي نیولی. هغه خلک چې له اندازې زیات محطاط دي، په ژوند کې هیڅ ډول خطر نه مني، خو په دې نه دي پوه چې ژوند کې هر څه یوه اندازه خطر لري.

ـ کله چې موږ دې نړۍ ته راغلو، دا یو خطر و.

ـ کله چې موږ فکر کاوو د یو کار ترسره کول خطر لري، او باید ترسره یې نه کړو، خو نه ترسره کول هم یو خطر دی.

ـ سرمایه ګزاري خطر دی، نو باید ډډه ترې وکړو، خو نه ترسره کول یې دوه‌چنده خطر پیښوي.

ـ واده کول خطر دی، ماشومان درلودل خطر دی، خو هیڅ واده نه کول هم یو خطر دی، او د ماشومانو نه درلودل هم خطر دی.

څه شی خطر نه لري؟ په ژوند کې هر څه خطر لري.

ژوند د تصمیمونو ځنډولو ته نه وایې، بلکې ژوند دې ته وایې چې زړور تصمیم ونیسې او د خنډونو پر وړاندې داسې مبارزه وکړې چې حل یې راوباسې. ځینې خلک تمه لري چې تر مرګه د هيڅ ډؤل خطر سره مخ نه شي. خو دا حقیقت کې مړ ژوند بلل کیږي. یواځې د ژوند اوږدوالی نه دی مهم، بلکې د ژوند کیفیت مهم دی. ځينې خلک دې کې بند پاتې وي او هيڅ تصمیم نه شي نیولی چې که پلانۍ کار ترسره کړم نو شاید خطر به پیښ کړي، نو د ژوند تر پایه هیڅ هم ونه کړي. خو د دې هر څه مطلب دا نه دی چې انسان باید په هر څه کې بې‌پروا واوسي، خو له حده تیری نه دی په کار. فرصت یواځې یو ځل راځي، نو دا ډېره اړینه ده چې په هماغه وخت یې پر وړاندې سم تصمیم ونیول شي.

که موټر ووهلی نو هغه وخت د موټر په مشخصاتو پسې مه ګرځئ، د خپلو ټپونو درملنې ته مو پام وکړئ.